- ۲۶ اسد ۱۳۹۸
د افغانستان د ملی امنیت شورا د پاکستان د کوټې ښار په یوه جومات کې هغه چاودنه وغندله چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله ورور پهکې ووژل شو.
د ملی امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمری ۲۶» له ازادی راډیو سره په خبرو کې که څه هم د وژل شویو د هویت په اړه چې ایا طالبان دی که ملکیان څه ونهویل، خو ازادی راډیو ته وایی چې افغان حکومت په کور دننه او بهر د هر ډول ترورېستی اعمالو مخالف دی.
ښاغلی حقمل زیاتوی: «موږ دغه حمله غندو، ترورېزم د هېڅچا په ګټه نهده، هر چېرې او په هر وخت کې چې وی او باید ټول د ترورېزم په وړاندې ودرېږو، موږ له ترورېزم نه زیانمن یو، نو له همدې امله هر ډول ترورېستی اعمال چې په افغانستان کې دننه یا بهر کېږی، موږ هغه غندو او مخالفیې یو.»
د راپورونو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبتالله ورور خافظ احمد الله تېره ورځ د پاکستان د کوټې ښار د «حاجی محمد حسنی» په جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال په چاودنه کې ووژل شو.
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې چاودېدونکی مواد د جومات په منبر کې ځای پر ځای شوی و.
په یاده چاودنه کې د طالبانو د رهبر د ورور په ګډون چې د جومات ملا امام هم و څلور تنه وژل شوی او ۲۲ لمونځ کوونکی ټپیان شوی دی.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د راپورونو له مخې د طالبانو اوسنی رهبر ملا هبتالله پخوا یوه موده د یاد جومات ملا امام و.
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د مشر د ورور د وژل کېدو د تأیید ترڅنګ وایی چې د دوی د راپورونو له مخې د ملا هبتالله زوی هم په دغه چاودنه کې ټپی شوی.
د دغه وزارت ویاند روحالله احمدزی ازادی راډیو ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ملا هبتالله د ورور وژل کېدل دا په ډاګه کوی چې د طالبانو په ګډون د ترورېستانو ځالې اوس هم په پاکستان کې دی.
ښاغلی احمدزی زیاتوی: «پاکستان اوس هم له ترورېستی ډلو او رهبرانو یې ملاتړ کوی، که چېرې یې ملاتړ نهکېدای، نو دوی به په ازادانه په هغې جغرافیه کې تګ راتګ نهکاوه، نو دا مسئله روښانه ده چې پاکستان په خپلو کړنو کې صادق نهدی.»
• دا چې اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چټکې شوی، ایا د طالبانو د مشر د ورور وژل کېدل به په دغه بهیر تأثیر ولری؟
د افغانستان د سولې عالی شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وایی: «طبیعی ده چې تر یوه بریده به د سولې خبرې متأثرې کړی، خو زموږ تمه دا ده چې د ملا هبتالله د ورور وژل کېدل به د خبرو د بنبست لامل نهشی.»
په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مرګ اعلان د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ خبرې ګډې وډې کړی.
تر اوسه هم وسلهوالو طالبانو په دې اړه او همدا شان چې د سولې بهیر به متأثر کړی، څه نهدی ویلی.
سیاسی کارپوه او طالبانو ته نږدې کس وحید مژده وایی چې دغه خبرې د سولې د بهیر د سبوتاژ لپاره کېږی، خو د نوموړی په وینا چې د سولې مذاکرات داسې پړاو ته رسېدلی چې له هېڅ ډول عمل نه به متأثر نهشی.
Comments are closed.