کمپاینی غونډو کې له دولتی امکاناتو استفاده او د ځینو څېرو د حضور په اړه اندېښنې

- ۰۱ سنبله ۱۳۹۸

mandegarد ولسمشریزو انتخاباتو په ټاکنیزو منډو ترړو کې له دولتی امکاناتو استفادې د افغانستان پر ټاکنو د څار د یو شمېر بنسټونو او د ولسمشرۍ د نوماندانو جدی اندېښنې راپورته کړی.
دوی د «دولت جوړوونکی» او د «ثبات او همپالنې» انتخاباتی ټیمونه په خپلو کمپاینی غونډو کې له دولتی امکاناتو نه په ګټې اخیستنې تورنوی.
دوی پر دې خبرې له ټینګار سره چې له دولتی امکاناتو څخه استفاده د راتلونکی ټاکنو بې‌پرېتوب تر پوښتنې لاندې راوستی شی زیاتوی، که دا لړۍ روانه وی، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به نوی بحرانونه رامنځته کړی.
د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند رحمت‌الله نبیل، مطبوعاتی سلاکار عارف کیانی د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمری ۳۱» ازادی راډیو ته وویل، انتخاباتی کمېسیونونه باید ژر تر ژره د دغه عمل مخه ونیسی.
ښاغلی کیانی زیاتوی: «له دولتی امکاناتو څخه په ظالمانه ډول استفاده، د جمهور رئیس له لوری د تکراری پروژو بیا پرانیسته او په دې وروستیو کې د خپلواکۍ تر نوم لاندې د میلونونو افغانانیو حیف او میل هغه څخه دی چې موږ یې سخت اندېښمن کړی یو.»
همدا شان د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ «ټیفا» هم په دې برخه کې خپلې اندېښنې لری.
دوی وایی، له دولتی امکاناتو نه ګټه اخیستنه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو روڼوالی ته زیان رسولی شی.
همدا شان په دولتی جلسو کې د ټاکنیزو ټیمونو د غړو حضور هم د قانونی سرغړونې په توګه یادېږی.
په یو شمېر امنیتی جلسو، د فبرورۍ په میاشت کې د مونیخ امنیتی ناسته کې او له هغې وړاندې په سعودی عربستان کې له ښاغلی غنی سره د اسلامی هېوادونو د سازمان په یوه غونډه کې او په وروستی اقدام کې د دارالامان د ماڼۍ پرانیست غونډه کې د امرالله صالح او یو شمېر نورو غړو ګډون هغه څه دی چې د یو شمېر نوماندانو غبرګونونه‌یې راپارولی.
دوی وایی ښاغلی صالح او د «دولت جوړوونکی» ټیم یو شمېر نور غړی باید په دغه ډول جلسو کې برخه وانه‌خلی، خو د دغه ټیم یوې ویاندې مرضیه راحت حافظی ازادی راډیو ته وویل: «په هره غونډه کې د «دولت جوړوونکی» ټیم برخه نه‌اخلی، پرته له ملی مسایلو، تاسو ته باید موږ ووایو چې تېره شپه د درالامان ماڼۍ په پرانیست غونډه کې ټولو سیاسیونو او نوماندانو ته بلنه ورکړل شوې وه، دوی چې رانه‌غلل، د دوی ستونزه ده.»
په ورته وخت کې د «ثبات او همپالنې» پر ټیم هم نیوکه دا ده چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین ربانی، د سولې عالی شورا رئیس کریم خلیلی او د جمهور رئیس لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په حضور په کمپاینی غونډه کې له دولتی موقف او امکاناتو استفاده کوی.
خو د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په دې برخه کې لګول شوی تورونه ردوی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم په دې برخه کې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د ۲۷ شکایتونو د ثبت خبره کوی.
د دې کمېسیون غړی قاسم الیاسی ازادی ته وویل:
«تر اوسه ۲۷ شکایتونه ثبت شوی چې ۱۳یې په کابل کې او نور یې په نورو ولایتونو کې دی او دغه ثبت شوی شکایات هم د درې څلورو پر نفوذه ټیمونو څخه دی.»
ښاغلی الیاسی د دغو انتخاباتی ټیمونو نومونه وانه‌خیستل.
پر یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو داسې مهال نیوکې کېږی چې له دې وړاندې هم د افغانستان د حقوق‌دانانو ټولنې د ټاکنیزو ټیمونو د غړو حضور په دولتی جلسو کې غیر قانونی کار بللی و.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.