د حکومت استازی له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسی

- ۰۵ سنبله ۱۳۹۸

د حکومت د سولې مرکچی پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی نیسی.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وایی، دغه ۱۵ کسیز پلاوی له څو ورځو راهیسې د یوې خپرونې په ترڅ کې په خپلو کې د ښه همغږۍ په خاطر سره بوخت دی.
د دې وزارت ویاندې ناجیه انوری په دې اړه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۰۵» ازادی راډیو ته وویل: «د دې خپرونې موخه دا ده چې هغوی [مرکچی پلاوی] د سولې خبرو لپاره ښه چمتووالی ولری، ترڅو دوی هلته هغه ډول چې د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه ده پر مخ لاړ شی.»
تر اوسه د دغه پلاوی نوملړ نه‌دی اعلان شوی، خو وړاندې له دې ازادی راډیو ته د دغه ۱۵ کسیز پلاوی د یو شمېر غړو نومونه رسېدلی و.
ازادی راډیو د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسیون رئیس نادر نادری، د ولسی جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفی او د سولې عالی شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم سره د ټیلیفونی اړیکو پر اساس وموندله چې دغه کسان هم په دغه خپرونه کې ګډون لری.
افغان حکومت په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرو پایلې ته سترګې په لار دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوری زیاتوی، هر کله چې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې پای ته ورسېږی، مرکچی پلاوی به له طالبانو سره وګوری.
په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ازادی راډیو ته ویلی و چې د نهم پړاو خبرو وروسته به طالبان له مرکچی پلاوی سره د یو طرف په توګه وګوری، نه د افغان دولت په استازیتوب.
سهیل شاهین همدا شان په خپل یو تازه ټویټ کې لیکی چې تمه ده په نهم پړاو خبرو کې د سې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک وروستی ټکی نهایی شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.