احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
- ۲۶ سنبله ۱۳۹۸
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر وایی، د رأیه اچونې د مرکزونو نهایی لیست چې امنیتی ادارو له دوی سره شریک کړی، واقعی نه دی.
ددغه کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله د سه شنبې په ورځ (وږی ۲۶مه) د انتخاباتو ملی کنفرانس ته په وینا کې وویل، په دغه لیست کې ویل شوی چې د ارزګان، زابل، هلمند، نیمروز، پکتیا، خوست، ننګرهار، غزنی، او کنړ د رأیه ورکولو ټول مرکزونه به پرانستې وی.
د هغه په خبره، امنیتی ادارې داسې مهال د ټاکنو کمېسیون ته دا ډاډ ورکوی چې په دغو ځینو ولایتونو کې ډېرې امنیتی ستونزې شته.
د ښاغلی عبدالله په وینا، د امنیتی ادارو د راپور له مخې، د انتخاباتو په ورځ به ۴۳۱ مرکزونه تړلی وی، ۶۷۵ مرکزونه له لوړ امنیتی ګواښ او ۹۰۷ مرکزونه له ټیټ امنیتی ګواښ سره مخامخ دی او ټول ټال به ۳۳۶۰ مرکزونه پرانستې وی.
هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو په استخدام کې سیاسی، ژبنۍ او قومی مداخله روانه ده او د بیومټریک ټکنالوژی هم ستونزه لری.
خو ددغه کمېسیون د دارلانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ د ښاغلی عبدالله دا ادعاوې ردوی او وایی چې د کارکوونکو استخدام سلیقوی نه دی او د طرزالعمل له مخې شوی دی.
Comments are closed.