ټرمپ: طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوی چې ساری نه لری

- ۳۰ سنبله ۱۳۹۸

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلی چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوی چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لری.
ډونالد ټرمپ ویلی، اوس طالبانو ته هم جوته شوې چې له ده سره په معامله کې تېروتی دی.
ټرمپ دا خبره پرون د سپټمبر په شلمه په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا له صدراعظم سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وکړه.
ډونالد ټرمپ وویل چې له وسله والو طالبانو سره یې د امریکا خبرې د دې لپاره لغوه کړې چې هغوی اوربند ونه کړ او د خلکو وژلو ته یې د قدرت د څرګندولو د وسیلې په توګه کتل.
ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: دا چې هغوی اوربند ونه کړ، زما خوښه نه شوه، که هغوی اوربند نه شو کولی، نو موږ ولې ځان ته تکلیف ورکاوه؟
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې وسله وال طالبان په تېرو نولسو کلونو کې داسې نه وو ځپل شوی، لکه اوس په دې څو ورستیو ورځو کې چې ځپل شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.