سیګار: تر سولې وروسته به د مخدره موادو قاچاق کوونکی ډېره برخه طالبان د ځان ملګری کړی

- ۰۶ میزان ۱۳۹۸

mandegarکه طالب جنګیالیو ته د کار زمینه برابره نه شی، نو تر سولې وروسته به یې د نشه یی موادو قاچاق کوونکی د ځان انډیوالان کړی.
د افغانستان د بیارغونې د څار امریکایی بنسټ یا سیګار تازه راپور ښیی چې له طالبانو سره تر سولې وروسته د دې ډلې شپېته زره جنګیالی بېکاره کېږی او یوازې کاری فرصتونه دوی له جګړې او مافیایی ډلو څخه را ګرځولی شی.
د سیګار ادارې مشر جان سپکو وایی: په افغانستان کې بې کاری او ناوړه اقتصادی وضعیت ته په کتو سره دې جنګیالیو ته د کار زمینه نه ده برابره، د کولمبیا او سومالیا هېوادونو تجربو ته په پام سره به له طالبانو سره تر سولې وروسته د نشه یی موادو قاچاق کوونکی ډېره برخه طالب جنګیالی د ځان ملګری کړی.
ده وویل: کله چې یو جنګیالی له جګړې څخه لاس واخلی او ټولنې ته را وګرځی، نو کار او وظیفې ته اړتیا لری، له دې پرته مجبور دی چې بېرته د جګړې ډګر ته ولاړ شی او یا هم په افغانستان کې له داسې ډلو سره یو ځای شی چې غیر قانونی عواید لری، تنظیم شوی جرمونه کوی، خلک برمته کوی او یا د نشه یی موادو قاچاق کوی.
ښاغلی جان سپکو زیاته کړه: له افغانستان سره نړیوالی مرستې ورځ په ورځ کمېږی، کله چې له طالبانو سره سوله کېږی، نو باید د امریکا حکومت او کانګرس له افغانستان سره خپلې مالی مرستې ډېرې کړی چې په دې هېواد کې د مافیایی ډلو د پیاوړی کېدو مخه ونیول شی.
د سیګار د راپور پر اساس دا مهال په افغانستان کې نږدې شپېته زره کسان د نشه یی موادو په کښتونو او کارخانو کې کار کوی چې ډېره برخه یې ځوانان دی.
په دې اړه سیاسی څېړونکی امین الله شارق وایی: نشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده، نو باید د سیمې او نړۍ په سطحه مبارزه ورسره وشی.
ده وویل: د نشه یی موادو موضوع په سیمه او نړۍ پورې اړه لری. دا موضوع اوس یوازې په افغانانو پورې اړه نه لری، بلکې د سیمې مافیایی ډلې او ان دا چې بهرنۍ استخباراتی ډلې هم ګټه ځنې اخلی. د نشه یی موادو موضوع ډېره سخته او پېچلې ده، ځکه چې په دې کاروبار کې ډېر خلک دخیل دی. کله چې سوله او امن راځی او دولت غښتلی کېږی، نو طبیعی خبره ده چې دولت دې کار ته اجازه نه ورکوی، دا ډلې به دولت ته ستونزې پیدا کوی.
افغان حکومت او ځینې نورې نړیوالې ادارې ادعا کوی چې د افغانستان ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی او دې ډلې یې کښت او تولید ته زمینه برابره کړې ده، خو طالبانو تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نشه یی موادو په کاروبار کې لاس لرل رد کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.