مخابراتو وزارت: شمـالی ولایتـونـو کې به د مخـابراتـو ستونزه ژر حـل کـړو

- ۰۹ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وایی، د هېواد په یوشمېر شمالی ولایتونو کندز، تخار او بدخشان او بغلان کې به ډېر ژر مخابراتی ستونزې حل کړی.
طالبانو په دغو ولایتونو کې د مخابراتی شرکتونو ځینی سایټونه له منځه وړی او هلته مخابراتی خدمتونه په ټپه ولاړ وو.
ځینی سرچینی چې نه غواړی نوم یې واخیستل، په تېرو دریو ورځو کې په ځینو شمالی ولایتونو په ځانګړی ډول، بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د دېرشو مخابراتی سایټونه او بکبونونه د سوزول کېدو خبره کوی.
یوه کس چې افغانستان د مخابراتو په برخه کې تخنیکی معلومات لری ازادی راډیو ته وویل، دغه ګواښ مخابراتی شرکتونو ته یې نږدې پنځلس میلیونه ډالره زیان اړولی او که حالت دغسې دوام وکړی ویره ده چې خصوصی مخابراتی شرکتونه چې په دې هیواد کې خپل فعالیتونه بند او خپلې پانګې به بهر ته ولېږدوی.
خصوصی مخابراتی شرکتونو افغانستان کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
د سرچینې په خبره، په افغانستان کې نزدې هره ورځ د مخالفینو له خوا یوه مخابراتی پایه له منځه وړل کیږی چې قیمت یې له ۴۰ زرو ډالرو نیولې تر ۱۰۰ زره ډالرو رسېږی.
مخابراتی شرکتونه که له یوې خوا د مخالفینو له ګواښ سره مخامخ دی او له بلې خوا حکومت دوی ته خبرداری ورکوی چې که خپل فعالیت د طالبانو په خوښه بند کړی، جوازونه به یې واخیستل شی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت هم په دې اړه اندېښنه لری خو وایی، پانګه وال باید په یو جګړه ییز هېواد کې د پانګونې پر وخت دغه شان خطرونه پر ځان ومنی.
د دغه وزارت رسنیز سلاکار شېرشاه نوابی ازادی راډیو ته وویل: «که چېرې مخابراتی شرکتونه قطع کیږی دا خو دا معنا لری چې موږ (مخابراتی شرکتونه) له طالبانو سره بیعت کوو. اوس خو په افغانستان کې ټول خلک په ستونزه کی دی، هر څوک خطر سره مخ دی.»
ښاغلی نوابی همدراز وویل، دوه ورځې وړاندې طالبانو د بغلان په اړوندو سیمو کې د نورې فایبر کیبلونه هم پرې کړی چې له امله یې په یوشمېر ولایتونو کې اینټرنټی خدمتونه په ټپه ولاړ دی.
خو هغه وویل چې د دوی تخنیکی ټیمونه سیمې ته رسېدلی او ژر به یې ورغوی.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مخالفینو د ګواښ او د مخابراتی سایټونو د تخریب له امله مخابراتی خدمتونه په ټپه ولاړ وو.
د اترا ادارې چارواکی وایی، په کندز، تخار، بدخشان او سمنګان کې د تخریب شویو مخابراتی سایټونو او بکبونونو د جوړېدو چارې روانی او ډېر ژر به خپل فعالیت بېرته پیل کړی.
د دغې ادارې تخنیکی مرستیال نقیب الله سیلاب ازادی راډیو ته وویل، اوس هم په یادو ولایتونو کې ځینو مخابراتی شبکو فعالیت پیل کړی خو د پخوا په شان معیاری نه دی.
ښاغلی سیلاب وویل: «د غږ د کیفیت ستونزه شاید یو څو ورځې اووسی، اوس تخنیکی ټیمونه په ساحه کې دی کار کیږی چې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړی. کیبل بیرته وصل شی او هغه سایټونه چې تخریب شوی بیرته ورغول شی.»
له دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ویلی وو چې د مخالفینو د ګواښونو له امله د هېواد په ۱۸ ولایتونو د شپې له‌خوا مخابراتی شبکې کار نه کوی چې د سیمې اوسېدونکی یې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.