ټاکنیز عدالت به مو د راتلونکی باثباته افغانستان پیلامه شی

گزارشگر:امید اڅک - ۱۶ میزان ۱۳۹۸

mandegarد عدالت لغوی او اصطلاحی تعریف په اړه بحث نه کو، ځکه چې په دې اړه ډیرې لیکنې او بحثونه شوی دی او د نظر ډیرو خاوندانو پرې نظرونه څرګند کړی دی.
عدالت باید د ژوند په ټولو ابعادو کې پلی شی، ځکه چې د عدالت په تطبیق سره د ستونزو، جنایتونو او ټولنیزو کړاوونو ګراف په اتومات ډول ښکته کیږی، په ځانګړی توګه د هیوادونو او ملتونو د لویو ټاکونکو مسئلو په اړه د عدالت تطبیق ډیر اړین دی.
ټولو ته معلومه ده، چې زموږ هیواد د نورو ډیرو ناخوالو ترڅنګ د بې عدالتۍ له سختو ننګونو سره مخامخ دی، قانون په ټولو یو ډول نه پلی کیږی، د قانون پر وړندې توپیری چلندونه عادی خبره ده، د ځورواکو او په ځانګړی توګه د حکومتی چارواکو د فرمایش سره سم په چا یو ډول او په چا بل ډول د قانون تطبیق ټولنیز عدالت د سختو پوښتنو سره مخامخ کړی دی.
له دغه ننګونو څخه یو هغه چې باید ډیر پام ورته وشی، هغه مو په هیواد کې د ټاکنو د پروسې شفاف ترسره کیدل او په دغه برخه کې حق حقدار ته سپارل دی، هر ځل چې ټاکنې نږدې شی، د فساد او تقلب بحثونه هم ورسره ګرم شی اوعینی واقعیت هم همداسې دی چې د اثبات لپاره یې ډیر مثالونه مجود دی.
موږ ټول د تیرو پارلمانی ټاکنو د ترسره کیدو او په هغه ټاکنو کې د ستونزو او بې عدالتیو شاهدان یو، موږ ولیدل چې په څه ډول ټولنیز عدالت تر پښو لاندې شو، موږ ولیدل چې په کوم ډول د یو چا حق د پیسو او ځینو نورو عواملو په بدل کې بل چاته ورکړ شو، موږ ولیدل چې په څه ډول سلیقوی چلند ترسره شو.
پایله یې هم ټولو ولیدله، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او شکایایاتو کمیسیون غړی څارنوالۍ ته معرفی شول او په لومړۍ محکمه کې پرې د پنځه کاله قید فیصله وشوه.
کمیشنران خو یو څو کسان و، چې خپل قید به یا تیر کړی او یا به بیرته معاف شی، خو د کمیسیون کاری نتایج به مو پنځه کاله وکړوی، ښکاره مثال یې ولسی جرګې ته د رئیس ټاکل و، اوس اوس داسې ویل کیږی چې د بې عدالتیو په پایله کې همدا بریالی شوی نوماندان پارلمان ته نه راځی.
زور واکی، خپلو مسولیتونو ته نه متوجه کیدل، له قضایی مصونیت څخه په سو استفادې سر خپل شخصی ګټو ته ترجیح ورکول او دیته ورته نور ډیر منفی کارونه هغه څه دی، چې د کمیسیون د فساد، خیانت او بډې په پایله کې ټولنیز عدالت زیانمن او افغان ولس په راتلونکو پنځه کلونو کې له داسې ضعیف پارلمان سره لاس او ګریوان شو.
اوس د ولسمشریزو ټاکنو د شمیر په جریان کې یو، په قانونی ډول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا پایلې نه دی اعلان شوی، مګر د خپل دایمی خصلت له مخې ځینو نوماندانو ځانونه بریالی اعلان کړ، تیرو تجربو ته په کتو سره بیا هم داسې اندیښنې موجودې دی، چې ګواکې بیا به د رایو په شمیرنه او په ټوله کې د ټاکنو په ترسره کیدو کې مطلق عدالت تطبیق نه شی، همدې مسئلې مخکې له مخکې خلک اندیښمن کړی دی چې څه به کیږی.
په هر صورت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او کمیشنران باید دا ځل په خپل ټول قوت سره د افغان ولس او ټپی ټپی افغانستان په خاطر له هر ډول فساد او د رایو د شمیرنې په پروسه کې د پوره شفافیت څخه کار واخلی، تر څو د تیرو ټاکنو د پایلو په څیر، نه په خپله بدنام او زندانی شی او نه په لویه کچه د ټول هیواد لپاره یو بل پنځه کلن ناورین په میراث پریږدی.
که داسې ونه شی، نو یو ځل بیا به مو هیواد د کمزوری او نامشروع حکومت خاوند شی، چې په دې سره به مو هر څه د معمول سره سم نیمګړی او غم ځپلی ولس به مو د خپلو ډیرو نورو ګرفتاریو ترڅنګ د ټاکنو څخه د رامنځته شویو فشارونو پر بنسټ د ناورین یو بل پیټی هم په اوږ بار شی.
په ټاکنو کې درغلی او دغه موضوع سره د کمیسیون له خوا سرسری چلند به ددې لامل شی، چې راتلونکی پنځه کلن حکومت مو یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راشی، په دې سره به یو بیا د داخلی او خارجی فرصت طلبو له خوا په پراخه توګه تعصب ته لمن ووهل شی، د ټاکنو پایلو ته به قومی، سمتی، حزبی او مذهبی بڼه وکړل شی، چې دغه چاره مو د هیواد لپاره ډیره خطرناکه ده او ولس هم نور د پنځه کلونو لپاره د دغسې بې معنا مسائیلو دروند پیټی په اوږو نه شی بارولی او نه په کې دومره غمونو زغم او حوصله پاتې ده.
د ټاکنو اړوند ټول کمیسیونونه او د ټاکنو څار بنسټونه باید په صادقه توګه هڅه وکړی، چې په دغه برخه کې خپل مسولیتونه په شفافه توګه ترسره کړی، په خپلو داخلی چارو کې هیچاته د لاسوهنې اجازه ورنه کړی، په ډیر جرئت سره دې د مداخله کوونکو نومونه افشا کړی، تر څو ولس ته دا روښانه شی، چې څوک له کومې لارې په دوی د نامشروع اغیز په هڅه کې دی.
په دې سره به یې هم خپله وطن دوستی ثابته کړی وی، هم به یې زورواکو او هغه کسانو ته چې په غیر مشروع ډول د قدرت د ترلاسه کولو په هڅه کې دی دا واضح کړې وی چې نور د درغلیو وخت تیر دی او هم به یې د خپلو ولسونو په زړونو کې ځای پیدا کړی وی او هم به یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له وچلی څخه د عدم شفافیت هغه تور داغ د تل لپاره لرې کړی وی.
څه چې په دیګ کې دې هغه دې په کاسه کې واچوی، هر چا چې وګټله نوش جان یې شه.
په دې سره د راتلونکو کلونو لپاره د ټوکیدونکو سیاسیونو ته هم دا پیغام انتقال شی، چې ولس نور ویښ دی او د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ تصمیم نیسی، که مو ولس ته خپل صداقت ثابت کړ رایه به واخلئ او که د ولس پر وړاندې مو له دوکې، چل او فریب څخه کار واخیست نو له دغسې سرنوشت سره به مخامخ شئ او ولس به مو په مخ دغسې درنه څپیړه درکړی، همدا به مو د راتلونکی با ثباته او په قانون متکی افغانستان پیلامه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.