میک: د کانونو او پټرولیم وزارت د میک د لسګونو سپارښتنو عملی کولو کې پاتې راغلی

- ۲۸ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې (میک) چارواکی وایی، دوی د کانونو او پټرولیم وزارت نږدې ۲۰۰ سپارښتنې کړې وې، خو د تېره یوه کال په موده کې یې یوازې ۳۰ سپارښتنې عملی کړې دی.
میک په یوه تاره راپور کې ویلی چې د کانونو او پټرولیم وزارت د دوی د سپارښتنو په پلې کولو کې لږ پرمختګ کړی دی.
ددغې کمېټې د څېړنو امر ادریس هاشمی ازادی راډیو ته وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت باید د دوو کلونو په موده کې دوی ته وړاندې شوې ټولې سپارښتې په بشپړ ډول عملی کړی، ترڅو په خبره یې په دغه وزارت کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شی.
ښاغلی هاشمی زیاته کړه: «زموږ کوم راپور چې تېر کال خپور شو، ۱۹۱ سپارښتنې یې درلودې، چې زموږ د لومړی راپور تر خپرېدو وروسته ۲۷ سپارښتنې عملی شوی. دوهم راپور مو ښیی چې په ټوله کې ۳۰ سپارښتنې عملی شوې دی. زموږ غوښتنه دا ده چې ټولې سپارښتنې عملی شی.»
د میک کمېټې د موندنو له مخې د روان کال د سپټمبر تر پایه، له ۱۹۱ سپارښتنو څخه ۳۰ یې په بشپړ ډول عملی شوی، ۴۸ یې په قسمی ډول پلې شوی، د ۹۱ سپارښتنو پلې کول ځنډول شوی او د ۲۲ په اړه یې هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.
د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د سپارښتونو د پلې کېدو د څرنګوالی په اړه د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې دوهم څېړنیز راپور چې نن یکشنبه خپور شوی ښیی چې د کانونو د تړونونو د ورکړې بهیر لا هم ډېر اوږد او پیچلی دی او د کانونو د کېندنې په لویو تړونونو کې د کادستر اداری سیستم نه پلی کېږی.
میک ویلی چې د کانونو تخنیکی کمېټه چی په قانون کې راغلې، لا نه ده جوړه شوې او دغې چارې بېلا بېلو مداخلو ته زمینه مساعده کړې ده.
د مرکزې دولت او سیمه ییزو ادارو ترمنځ کمزورې اړیکې، د تولیداتو په هکله ناسم معلومات، د څېړونکو نامناسب چلند، د مالیې راټولول، کادستر، بشری سرچینې او د چاپیریال ساتنې په ملی اداره کې اصلاحات هغه سپارښتنې ښودل شوی چې هیڅ پام ورته نه دی شوی.
خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند سیحون کامګار بیا د میک کمېټې لخوا وړاندې شوی راپور ناسم بولی او وایی چې د دغه راپور په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت سره هېڅ ډول همغږی نه ده شوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.