د بشر حقونو کمېسیون: د ۱۳۹۸ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۶۱۱ ملکی خلک وژل شوی

- ۲۹ میزان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د لومړیو شپږ میاشتو راپور ښیی چې په دغه موده کې په جګړو او بېلابېلو امنیتی پېښو کې ۶۴۸۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راپور ښیې چې په افغانستان کې د ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړو او بېلابېلو نورو امنیتی پېښو په ترڅ کې ۱۶۱۱ تنه ملکیان وژل شوی او ۴۸۷۶ تنه نور ټپیان شوی چې په دې کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دی.
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظری د دوشنبې په ورځ د یوه خبری کنفرانس پرمهال وویل چې دا شمېرې د ۱۳۹۷ لمریز کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاریه ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیی.
ده وویل: «د ملکی وګړو ټوله مرګ ژوبله ۶۴۸۷ تنه دی چې له دې ډلې ۴۱۷۶ نارینه ۵۷۶ ښځې او ۱۶۳۴ ماشومان وژل شوی او یا ټپیان شوی، خو د ۱۰۱ تنو نورو وژل شویو جنسیت له کمېسیون سره نه دی ثبت شوی.»
راپور ښیې چې له ټولې ملکی مرګ ژوبلې څخه ۷۵ سلنه یې د طالبانو له خوا، ۳ سلنه یې د داعش ډلې، ۱۱ سلنه یې د دولت د ملاتړو ځواکونو، ۱۰ سلنه د نا معلوم لورو او پاتې شمېر ملکی مرګ ژوبله په کونړ ولایت کې د پاکستانی ځواکونو د راکټې حملو له امله رامنځته شوې ده.
دغه ارقام د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو له لوری راټول شوې دی.
تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازی دفتر یوناما هم د اکټوبر په ۱۷مه په یوه رپوټ کې د ملکی تلفاتو د بې ساری لوړېدو خبر ورکړی و.
طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته په یوه پیغام کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دغه راپور رد کړ او د مرګ ژوبلې پړه یې پر بهرنیو او افغان ځواکونو واچوله.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح ‌الله احمدزی وویل چې افغان ځواکونه په خپلو عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی ته پوره پام کوی او هڅه یې داده چې د دوی په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه ړوی، خو د ملکیانو د مرګ ژوبلې پړه یې پر طالبانو واچوله.
د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې مشر عزیز احمد تسل وایی، په جګړه کې د ښکېلو غاړو ناوړه پالېسۍ د دې لامل شوې چې ملکی تلفات زیات شی.
نوموړی زیاته کړه: «غلطې پالېسۍ د دې لامل شوی چې ملکی تلفات زیات شی، همدارنګه ښکېلې ډلې د جګړې قوانین نه مراعتوی او جګړه ښارونو ته رسېدلې، مخنیوی لپاره یې اړېنه ده چې د جګړې لوری بدل او جګړه ودرول شی.»
دغې ادارې د افغانستان د جګړو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکی مرګ ژوبلې مخه ونیسی.
د ملکی مرګ ژوبلې تازه بېلګه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې کلی په جومات کې د تېرې جمعې پېښه وه چې د ماشومانو او سپین ږیرو په شمول ۷۳ تنه په کې ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دغې پېښې نوعیت نه دی معلوم شوی او نه یې چا مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.