د کندهار د ولایتی شورا رییس د شاولی کرزی له لوری وټاکل شو

- ۲۲ دلو ۱۳۹۱

د کندهار د ولایتی شورا یوشمېر غړی وایی، چې د دې شورا رییس، د ولسمشر کرزی د ورور شاولی کرزی له لوری ټاکل شوی دی. هغوی وایی، چې شاولی کرزی ټولو وکیلانو ته ویلی چې حاجی سیدجان ته رایه ورکړی او له نوماندۍ ډډه وکړی.
د کندهار د ولایتی شورا پخوانی رییس حاجی محمد احسان احسان ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دی تېر کال د کندهار د ولایتی شورا رییس دی او سږ کال چې د دې شورا د اداری پلاوی لپاره نوې ټاکنې کېدې نو د ولسمشر کرزی ورور شاولی کرزی یې مخه نیولې ده.
هغه وویل، تېر کال هم کله چې دی د ولایتی شورا ریاست ته نوماند و نو د ولسمشر کرزی د ورور له لوری د ده مخالف کس ته له باندې نه کمپاین کېده او وکیلانو ته ویل کېدل چې باید هغه ته رایه ورکړی.
دی وایی، چې تېرکال هم د همدغو لاسوهنو له امله په ولایتی شورا کې ستونزې او ناندرۍ رامنځته شوې او اوس هم د ټاکنو پر مهال ستونزې راجوړې شوې او پرېکړه دا شوه چې ټاکنې وځنډېږی.
د هغه په خبره، خو تېره ورځ د شاولی کرزی پلویان چې پنځه تنه وکیلان دی او دوه ښځینه وکیلانې یې د فشار له امله ور غوښتې وې په اوو تنو ټاکنې کړی او د هغه د خوښې وړ سړی یې چې حاجی سیدجان نومېږی او د ولسمشر کرزی قومی دی، د کندهار د ولایتی شورا د رییس په توګه یې نومولی دی.
د ښاغلی احسان په وینا، د کندهار د و لایتی شورا ټول استازی دیارلس تنه دی چې نهه تنه یې د ده پلویان دی او په هغه پسې نه ودرېږی.
دی زیاتوی، چې د دوی ورسره ځکه وس نه دی برابر، چې له هغه سره د حکومت او د ولسمشر د ورور شاولی کرزی زور دی.
د کندهار د ولایتی شورا دغه غړی… ادامه صفحه ۶
د شاولی کرزی له لوری…

وایی، څو ورځې وړاندې د ولسمشر ورور شاولی کرزی ورته فون کړی و او خپل کور ته یې غوښتی و، کله یې چې له هغه سره خبرې کړې وې؛ نو ورته یې ویلی ول، چې ریاست ته له نوماندۍ تېر شی او خپله رایه دې د هغه د خوښې وړ نوماند ( حاجی سید جان ) ته ورکړی.
دی وایی، شاولی کرزی ته یې وویل، چې وکیلان په سیدجان نه ټولېږی او رایه نه ورکوی او د رایې ورکول د هر چا خپل حق دی؛ ځکه لومړی خو هغه بېسواده دی، ټول کندهار ته یې کړنې معلومې دی، چې په فساد ککړ دی او هیڅوک ترې خوښ نه دی؛ خو په ځواب کې یې شاولی کرزی وویل، چې زما همدا پرېکړه ده او بایده ده چې رایه ورکړې.
د نوموړی په وینا، شاولی کرزی ورته دا هم ویلی چې د دوو میاشتو لپاره دې ریاست سید جان ته پرېږدی او له دوو میاشتو وروسته به هغه استعفا ورکوی.
ښاغلی احسان احسان وویل، د دوی یوشمېر وکیلان دمګړۍ هندوستان ته تللی او د ټېلیفون پر کرښه یې ورسره منلې چې سیدجان به د ولایتی شورا د رییس په توګه نه منی؛ خو وایی کله چې هغوی راشی له سلا مشورو وروسته به روښانه شی، چې دوی د ولایتی شورا په غونډو کې برخه واخلی او کنه.
هغه وایی، دوی غواړی چې له سره ټاکنې په راڼه او عادلانه ډول وشی او د هیچا حق، د چا له خوا تلف شی او غوښتنه کوی، چې خپل سیاسی او مدنی حق یې باید ورکړل شی.
همدارنګه د کندهار یو قومی مشر ډاکټر حیات الله ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې د کندهار د ولایتی شورا لپاره حاجی سیدجان د ولسمشر کرزی د ورور شاولی کرزی له لوری د ټاکنو له لارې نه بلکې د دې شورا لپاره د رییس په توګه معرفی شوی دی؛ خو د شورا نور غړی یې ورسره نه منی.
هغه وایی، ټاکل شوې وه چې تېره ورځ د ولایتی شورا ټاکنې وشی؛ خو د ولایتی شورا له ۱۳ غړو نه د شپږو وکیلانو له لوری ټاکنې شوی او حاجی سیدجان یې د دې شورا له لوری چې د شاولی کرزی ملاتړ ورسره دی، رییس ټاکلی دی.
دی زیاتوی، چې په کندهار کې ټاکنې ارزښت نه لری بلکې هر هغه څه چې د ولسمشر کرزی ورور غواړی هغه کېږی.
د ښاغلی ډاکټر حیات الله په وینا، د ده ورور د شاولیکوټ ولسوالۍ د پراختیایی شورا رییس و، چې څه وخت وړاندې د شاولی کرزی له لوری لرې شو او پر ځای یې بل څوک وټاکل شو.
د هغه په خبره له دې ټولو ښکاری، چې دی په ټولو ټاکنو او هر څه کې له زور نه کار اخلی او د ده خوښې پرته کار نشی کېدای.
هڅه مو وکړه په دې اړه د شاولی کرزی نظر هم واخلو خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.