نـن د یـو شمېـر ټاکنیـزو محـلونو د رأیو بیـا شمېـرنه پیلیـږی

- ۱۴ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، په ۳۴ ولایتونو کې به د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه سر له نن پیل شی.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، تمه وه چې نن سې شنبه په ۳۴ ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل شی، خو د کمېسیون یوې کمېشنرې رحیمې ظریفی نن ازادی راډیو ته وویل، د یو شمېر دلایلو، په ځانګړی ډول ولایتونو ته د کمېسیون د پلاوی د نه رسېدو له امله، کېدای شی د رایو د بیا شمېرنې بهیر سبا پیل شی.
هغې زیاته کړه: «له ۹۵ تر ۱۰۰ سلنه امکان شته چې د رایو بیا شمېرل سبا پیل شی. اړتیا وه چې ځینې پرېکړې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې د دقت لپاره وشی چې په دې اړه موږ نږدې لس پرېکړې وکړې. دوه یا هم درې برخې پاتې دی چې نن یې په اړه پرېکړه کوو او ترې وروسته د رایو بیا شمېرنه پیلېږی.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې د نږدې ۱۸۴۴ محلونو رأیې باید له سره وشمېرل شی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفی وایی، د ۱۸۰۰ محلونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر به نږدې درې ورځې وخت ونیسی.
خو د ټاکنو یو شمېر څارونکی بنسټونه بیا ورځ تر بلې ته د رایو د بیا شمېرنې بهیر ځنډېدل، د سیاسی فشار پایله بولی.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا ویاند زبیر حبیب‌زاده ازادی راډیو ته وویل، که دا بهیر نور هم وځنډول شی، د ټاکنو بې پرې والی به تر پوښتنې لاندې راولی.
هغه وایی: «دا بحث پر کمېسیون د سیاسی فشارونو پایله ده، کمېسیون باید خپله خپلواکی وساتی، د کمېسیون له‌خوا د هر ډول سیاسی فشار منل ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولی.»
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د سیاسی فشارونو د څرنګوالی په اړه څه نه وایی، خو له دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلی، د ټولو رایو د تصفیې تر پای پورې باید د رایو بیا شمېرنې بهیر وځنډول شی.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځلونو د سیاسی فشارونو موضوع رد کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.