هوایی شرکتونو ته د ملکی هوایی چلند ادارې ګواښ

- ۱۹ عقرب ۱۳۹۸

mandegarکه هوایی شرکتونه د افغانستان د ملکی هوایی چلند له خوا د ټکټونو له ټاکلې بیې سر غړونه وکړی، قانونی چلند به ورسره وشی.
د افغانستان د هوایی چلند اداره وایی، د مسافرو ستونزو او د الوتکو لګښتونو ته پام ټولو کورنیو پروازونو ته نوې بیې ټاکل شوی دی.
د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمی ازادی راډیو ته وویل، دغه تصمیم د مسافرو له شکایتونو وروسته نیول شوی دی.
د رحیمی په خبره، هر شرکت چې له ټاکلې بیې سرغړونه وکړی، قانونی چلند به ورسره وشی.
دی وایی: «هر شرکت چې د هوایی چلند د ملکی ادارې له نرخنامې سرغړونه وکړی، موږ د هغې کړنلارې له مخې چې په دې برخه کې شته، له سرغړوونکی شرکت سره قانونی چلند کوو، نماینده ګۍ او شرکتونه چې د ټکت خرڅولو امتیاز لری او ټکټ په ګرانه بیه پلوری، موږ اقدام کوو چې امتیاز یې سلب شی.»
د بدخشان ولایت اوسېدونکی شبیر احمد او د هرات هغه پروېز نظری د هوایی شرکتونو د پروازونو د ټکټونو د بې ساری پورته کېدو په اړه ازادی راډیو ته وایی، هوایی شرکتونو د ازاد بازار او د لویو لارو له ناامنۍ په ګټې اخیستنې د پروازونو د ټکټونو بیې دوه برابره لوړې کړی دی.
دوی وایی: «د الوتکې ټکټ په ولایت کې ډېر پورته دی، سره له دې چې له بدخشانه تر کابله ټکټ ۹۰ امریکایی ډالر دی، خو شرکتونه یې له ازاد بازاره په استفادې تر ۱۳۰ ډالرو په خلکو پلوری.»
«د ټکټونه بیه لوړه ده، که بازار ته لاړ شئ، وبه وینئ چې یو ټکټ څومره ګران دی، بېوزله خلک په الوتکه کې د تللو توان نه لری، که پر ځمکه لاړ شو نو وژل کېږو، دولت هېڅ پاملرنه نه لری.»
خو د اریانا هوایی شرکت د خپرونو مسؤل عبدالمتین فراصت ازادی راډیو ته وویل، دغه شرکت په ټول هېواد کې د هوایی چلند د ریاست له نرخنامې سره سم خپل ټکټونه پلوری.
دی وایی: «زموږ رسمی دفتر په ټول هېواد کې د هوایی چلند له نرخنامې سره سم ټکټونه پلوری، خو څوک چې په بازار کې له دوم او درېیم لاسه ټکټ اخلی، ممکن ګران وی.»
د ملکی هوایی چلند د ادارې د ویاند د معلوماتو له مخې، د نوې نرخنامې په ټاکلو کې د شرکتونو اقتصادی وضعیت او د مسافرو ستونزې په پام کې نیول شوی دی.
د قاسم رحیمی په خبره، کوم مسافر چې له هوایی شرکتونو شکایت لری، کولی شی چې دوی ته مراجعه وکړی، څو ستونزو ته یې رسېدنه وشی.
ده وویل: «موږ طرزالعمل لرو او له هغې سره سم عمل کوو، هر هېوادوال چې شکایت لری، کولی شی چې د هوایی چلند ادارې ته راشی چې ستونزې ته یې رسېدنه وشی.»
د هوایی چلند اداره وایی، دغه تصمیم د اریانا او کام ایر د هوایی شرکتونو د استازو په موجودیت او د هوایی شرکتونو د عملیاتی لګښتونو په پام کې نیولو سره نیول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.