د افغانستان-امریکایی پوهنتون استادان خوشې شول

- ۲۸ عقرب ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان امریکایی پوهنتون دوه استادان چې درې کاله وړاندې طالبانو له کابله تښتولی وو، نن خوشې کړی دی.
د طالبانو یوې سرچینې اسوشیټډ پرس خبری اژانس ته ویلی چې دغه یرغمل شوی استادان د جنوبی ولایت زابل په نوبهار ولسوالۍ کې خوشې شوی دی.
امریکایی کیون کېنګ او استرالیایی ټیموټی وېکس نن سهار له بنده ازاد شوی او د افغانستان په جنوب کې د پولیسو سرچینو ویلی چې په هلیکوپټر کې لېږدول شوی دی.
وړاندې له دې د طالبانو سرچینو روېټرز ته ویلی چې انس حقانی او د حقانی شبکې دوه نور غړی په پروان کې د افغان دولت له بنده خوشې شوی او قطر ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د افغانستان-امریکایی پوهنتون د طالبانو له بنده د خپلو دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
دغه پوهتنون په یوه اعلامیه کې وایی، د ټولو ښکېلو خواوو چې د دغو استادانو په خوشې کولو کې یې هڅه کړې، ستاینه کوی.
تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ (نومبر ۱۲مه) ولسمشر محمد اشرف غنی اعلان وکړ چې د افغانستان-امریکایی پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې، له بګرام زندانه د انس حقانی په ګډون د حقانی شبکې دوه نور غړی مالی خان او عبدالرشید ازاد کړی.
تېره اوونۍ په کابل او لوګر کې له بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو طالبانو د خوشې کېدو د ځنډولو خبر ورکړ، خو د طالبانو ځینو سرچینو روېټرز خبری اژانس ته ویلی چې دغه طالبان د بګرام له زندانه خوشې شوی او قطر ته رسېدلی دی.
تر اوسه د افغانستان دولت او په دغه هېواد کې مېشتو امریکایی ځواکونو په دې اړه څه نه‌دی ویلی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.