د افغـانستان ۲۱ ولایتـونـو کې د رأیو بیـاشمېرنه او تفـتیش بشپـړ شـوی

- ۰۱ قوس ۱۳۹۸

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، په ۲۱ ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بشپړېدو خبره کوی.
ددغه کمېسیون چارواکی وایی، اوسمهال په شپږو ولایتونو کې دغه بهیر روان دی چې راتلونکو دوو ورځو کې به بشپړ شی، خو په اوو پاتې ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یې مخه نیولې ده.
mandegarد ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ازادی راډیو ته وویل، د ۲۱ ولایتونو له ډلې چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتش یې بشپړ شوی، تراوسه د ۱۷ ولایتونو نتایج کابل ته رسېدلی او «د څلور ولایتونو مواد هم په لاره کې دی چې ژر به راورسیږی او ددې مواد پروسس ډیټا سنټر ته دوام لری.»
د دې لپاره چې دغه کمېسیون د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړی، باید په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د هغو محلونو د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ کړی چې تقلبی رأیې په کې کارېدلی دی.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال هیله وښوده چې د ثبات او همپالنې ډله پرېږدی چې په اوو پاتې ولایتونو پنجشیر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې هم دغه بهیر پیل شی. دغو ولایتونو کې د ټاکنو ولایتی دفترونو دروازې تړل شوې دی.
هغه وویل، په دې تړاو د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د ثبات او همپالنۍ انتخاباتی ډلې مرستیالانو سره خبرې شوی او دده په خبره، «هغوی هم شین څراغ ښودلی دی.»
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوه اونۍ وړاندې (عقرب ۱۸مه) په ۸۲۵۵ مرکزونو کې د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړ، خو یوشمېر کاندیدانو ددغه کار مخالفت وکړ او د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ درېیو انتخاباتی ډلو دغه بهیر تحریم کړ.
وروسته د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو اعتراضونو ته د رسېدګۍ په هدف د عقرب په ۲۲مه د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ودراوه، خو کمېسیون او ټاکنیز ټیمونه یې په اړه بیا هم تفاهم ته ونه رسېدل.
د ټاکنو کمېسیون د یوشمېر کاندیدانو له مخالفت سره سره تر پنځه ورځنی ځنډ وروسته، د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش د عقرب په ۲۶مه بېرته پیل کړ.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وایی، لومړی باید «پاکې او ناپاکې رأیې» سره بېلې کړای شی، د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبی رأیې باطلې شی. دغه ډله ۳۰۰ زره رأیې په شرایطو برابرې نه بولی او د باطلېدو غوښتنه یې لری.
د ثبات او همپالنۍ انتخاباتی ټیم غړی فضل احمد معنوی ازادی را‌ډیو ته وویل، سربیره پر دې چې په ۷ ولایتونو کې به د کمېسیون ولایتی دفترونه تړلې وی، د ثبات او همپالنۍ انتخاباتی ټیم به پر نورو اقداماتو هم لاس پورې کړی.
ښاغلی معنوی جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې ددوی راتلونکی اقدامات به سوله ییز وی. «موږ ددې حالت یوازې لیدونکی نه پاتې کیږو چې کمېسیون دې په یوطرفه ډول د رأیو بیا شمېرنه ترسره کړی.»
بلخوا د اوسنی ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ د دولت ساز ټیم له کمېسیون نه غواړی چې زر تر زره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) اجرائیوی رئیس یوسف الرشید ازادی راډیو ته وویل، د ټاکنو کمېسیون تر سخت سیاسی فشار لاندې دی.
ښاغلی یوسف زیاته کړه: «روان حالت زموږ لپاره هم د اندېښنې وړ دی. د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر سخت سیاسی فشار لاندې دی او موږ د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو علایم اوس په سترګو ګورو. موږ او د افغانستان خلک دې حالت سخت اندېښمن کړی یو.»
په پام کې وه د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شی، خو
تراوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دوه ځلې ځنډېدلی او لا هم په دې پورې تړلې چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ شی، هغه بهیر چې څرګنده نه ده څومره نور وخت به ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.