د طالبانو له نقده تر فکری ملګرتیا؛ احمد وحید مژده چا وواژه؟

- ۰۱ قوس ۱۳۹۸

د افغانستان د سیاسی چارو شنونکی احمد وحید مژده ته یو شمیر نږدې کسان ادعا کوی چې مژده په حکومت دننه د ځینو کړیو له خوا وژل شوی دی.
د وحید مژده د کورنۍ غړی په دې اړه ډېر څه نه وایی خو دومره وایی چې، پولیسو د مژده د امنیت په ساتلو او د ده د وژنې د عاملینو پر نیولو یې کمزوری کړې ده.
mandegarپه همدی حال کې ریاست جمهوری دغه ادعاوې بی بنسټه بولی او وایی چې د وحید مژده د قاتلانو د نیولو هڅې روانی دی.
د افغانستان د سیاسی چارو شنونکی وحیده مژده له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د ده د کورنۍ غړی وایی، پولیس تراوسه نه دی توانیدلی چې د برید عاملین وپېژنی.
د کورنیو چارو وزارت د مسئولینو په خبره، مژده د چهارشنبې ورځې په ماښام د لمانځه له اداء کولو وروسته د کور پرلورروان و چې دوو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.
کوم فرد یا ډلې تراوسه ددې وژنې مسئولیت نه دی منلی او طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلی مژده وژنه غندلې ده.
خو د پولیسو په خبره د پیښې د عاملینو د نیولو هڅې روانی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلی چې ولسمشر محمد اشرف غنی امنیتی، عدلی او قضایی بنسټونو ته ددغه ترور د عاملینو د نیولو او مجازاتو سپارښتنه کړې ده.
د ښاغلی مژده وراره صفی الله مژده له ازادی رادیو سره په خبرو کې امنیتی ځواکونه د خپل تره د امنیت په ساتلو کې په بې پروایۍ تورنوی.
هغه وویل: «تراوسه هیڅ څوک په دې تړاو نه دی نیول شوی، دا پخپله د حکومت کمزوری ښیی، زموږ غوښتنه دا ده چې، د دغه ترور عاملین ونیول شی.»
د وحید مژده د کورنۍ غړو د هغه د وژنې د لامل او انګېزې په اړه ازادی رادیو ته څه ونه ویل.
وحید مژده د افغانستان په ټلویزیونونو کې د سیاسی کارپوه په توګه راڅرګندېده او اکثره یې د طالبانو د فعالیتونو او دریځ په اړه رسنیو سره خبرې کولې.
مژده په دې وروستیو کې په قطر کې له طالبانو سره د امریکایی پلاوی د ناستې او له دوو امریکایې استادانو سره د حقانی شبکې د دریو غړو د تبادلې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړی دی.
دی په ځینو مواردو کې د ده د منتقدینو له خوا په دې تورن شوی و چې په تحلیلونو کې د طالبانو پلوی کوی.
د سیاسی چارو ځینې کارپوهان چې له ښاغلی مژده سره یې نږدی اړیکې درلودې، د هغه د وژنې لامل، د هغه ښکاره تحلیلونه او بې پردې څرګندونې ګڼی.
اسدالله وحیدی چې ځان له سیاسی پلوه د مژده همفکره ګڼی وایی، هغه په حکومت کې دننه کړیو ترور کړی دی.
دی په دې اړه د چا نوم نه یادوی خو وایی، څه موده مخکې حکومتی کسانو دی او مژده په مرګ ګواښلی وو.
ښاغلی وحیدی وویل: «په حکومت کې دننه د ځینو معلومو افرادو لخوا موږ ته وویل شول چې هیواد پریږدئ یا سکوت وکړئ او که نه نو وبه وژل شئ.»
یو بل سیاسی شنونکی ولی الله شاهین هم د ښاغلی وحیدی خبره تکراروی چې ګواکې د مژده په ترور کې د حکومتی کړیو لاس دی.
ددغه شنونکو له ډلې عصمت الله قانع چې د خواخوږۍ لپاره د وحید مژده کورته راغلی و ازادی راډیو ته وویل، مژده ورته څلور ورځې مخکې له یوه ټلویزیونی بحث وروسته ویلی وو چې په مرګ ګواښل شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په یوې اعلامیه کې د وحید مژده وژنه «هدفمنده» ګڼلې او ویلی یې دی چې «پر یوشمېر شخصیتونو او سیاسی شنونکو تروریستی حملې ښیی چې دغه اقدامات د جنګی جنایتونو د نوی کیفیت ښکارندویی کوی او د بشر د حقونو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې یو جنایت دی.»
د ښاغلی کرزی په اعلامیه کې ویل شوی چې «د افغانستان خلک د دا شان وژنو د منابعو په اړه ډېر شکونه لری او په دې باور دی چې د دولتی بنسټونو دنده د خلکو د ژوند او ازادۍ ساتنه ده نه برعکس یې.»
خو د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود د دغو ادعاو په اړه وایی، په دې هکله بې مورده تورونه منصفانه نه دی.
ښاغلی محمود زیاته کړه: «د افغانستان او د افغانستان رښتینی زامنو (امنیتی او دفاعی ځواکونه) پر وړاندې بې بنیاده ادعاوې منصفانه نه دی او د هېواد له لوړو مصالحو څخه لیرې ګڼل کیږی.»
وحیده مژده څوک و؟
مژده شاوخوا شپېته کاله مخکې په بغلان ولایت کې زیږیدلی وو. هغه یو زوی او یوه لور لری.
مژده د طالبانو د رژیم پرمهال د بهرنیو چارو وزارت په سیاسی څانګه کې کار کاوه او تر هغه وړاندې د شوروی پروړاندې د افغانستان د جهاد پرمهال څه موده په پاکستان کې و او په رسنیزو کارونو بوخت و.
مژده د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی غړیتوب هم درلود.
د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته او د حامد کرزی په مشرۍ د نوی حکومت له جوړیدو سره، مژده د افغانستان په رسنیو کې د شنونکی په بڼه څرګند شو.
ده څو کاله مخکې یو «ان لاین» رسنۍ چارې هم پر مخ وړلې.
مژده په خپلو شننو کې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو له موجودیت سره مخالفت کاوه او له امریکا سره د افغانستان د امنیتی توافقنامې مخالف هم و.
دی د افغانستان د دولت له منتقدینو هم و. په ۲۰۱۳ میلادی کال یک ټلویزیون، په پاکستان د طالب مشرانو سره د ده ټیلفونی خبرې هم خپرې کړې.
همغه مهال د افغانستان د حکومت د ملی امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د ولسی جرګې په یوه ناسته کې ادعا کړې وه چې د افغانستان د ملی امنیت ادارې د لوېې مشورتی جرګې پروړاندې د مظاهره کوونکو او له امریکا سره د توافقنامې په اړه خبرې اورېدلی چې په کویته کې یې د طالبانو له ویاند سره کولی او وایی، «موږ مظاهرې کړی او تاسې د دیوثی دغه سند پروړاندې موضع اعلان کړئ».
د وحید مژده باور د طالبانو په هکله:
د وحید مژده منتقدین په دې باوردی چې دده څرګندونې ښیی چې طالبانو ته نږدې دی.
خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې (نی) مسئول مجیب خلوتګر وایی، مژده سره له ده د طالبانو په رژیم کې د بهرنیو چارو وزارت په سیاسی برخه کې کار کاوه او په ځینو مقالو کې یې د طالبانو پر کړنو هم انتقاد کاوه.
ښاغلی خلوتګر وویل: «په داسې حال کې چې دی (مژده) د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مدیر و، خو د طالبانو پر حاکمیت یې انتقاد کاوه او دغه انتقادونه هغه وخت لږ اورېدل کېدل. د مژده انتقادونه د طالبانو د وخت په جرېدو لکه شریعت، فرهنګ او قلم کې نشریدل.»
خلوتګر وایی، مژده د خپل فکر د بیان په اړه له هېچا نه ډاریده.
د افغانستان له لیکوالانو عصمت قانع هم وایی، وحید مژده د طالبانو لخوا په ځینو محدودیتونو انتقاد کاوه.
دده په خبره مژده د طالبانو د محدودیتونو په اړه چې د بیان د ازادی او زده کړو او روزنی پر برخو یې وضع کړی نقد کاوه.
پر وحید مژده حمله افغانستان کې پر تحلیلګرانو یوازینۍ حمله نه ده. مخکې له دې د پوځی چارو کارپوه زلمی وردګ هم په یوه وسلواله حمله ووژل شو.
نظر محمد مطمئن، حسن حقیار او احمد سعیدی هغه کارپوهان دی چې تردې وړاندې پرې حملې شوې او ټپیان شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.