د ټاکنو کمېسیون ۷ ولایتونو کې اعتراض کوونکو ته ګواښ وکړ

- ۰۳ قوس ۱۳۹۸

mandegarد ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء رئیس وایی، که دوی ونه‌توانیږی په ۷ ولایتونو کې رایې بیا وشمېری، نو وروستۍ پریکړه او د پایلو د اعلان لپاره خپل عملیاتی راپور به کمېسیون بورډ ته وسپاری.
په ۷ ولایتونو کې د بیا شمېرنې او تفتیش د بهیر په وړاندې مزاحمت، د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو اعلان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د درالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ګواښ وکړ، که چا تفتیش او بیا شمېرنې ته اجازه ورنه کړه، نو خپل عملیاتی راپور به د وروستۍ پریکړې لپاره د کمېسیون بورډ ته وسپاری.
هغه وویل: «په هغه ولایتونو کې چې موږ ونه توانیږو بیا شمېرنه ترسره کړو، موږ ټول عملیاتی راپورنه کمېسیون ته سپارو او هر تصمیم چې د ټاکنو کمېسیون بورډ ونیوه، مونږ هغه عملی کوو.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، چې ۲۳ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې معلومات سرور ته انتقال شوی، د کابل او هلمند به د یکشنبې ورځې تر پایه سیسټم ته دننه شی او د ننګرهار او کندهار بیا شمېرنې پروسه به سبا بشپړه شی.
د دغه کمېسیون کمېشنر عصمت الله مل وایی، چې په سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، بغلان او پنجشیر ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته د اجازې ورکولو لپاره له ټاکنیزو ډلو سره په خبرو بوخت دی.
هغه زیاته کړه: «موږ کوښښ کوو، له ټاکنیزو ډلو سره مو لیدلی، بیا هم ورسره ګورو هیله لرو چې دا ستونزه حل شی، ډاډه یم چې حل کیږی به، که چېرې هواره نه شوه، بیا به د کمېسیون مشرتابه په دې اړه تصمیم ونیسی.»
ښاغلی مل زیاتوی، چې کمېسیون د هغه ۱۳۷۶۳۰ رایو په اړه چې ځینی ټاکنیزې ډلې اعتراض لری ورستۍ پریکړه کړې او که چېرې کوم ټاکنیزې ډلې یې په اړه شک لری، نو د شکایتونو شکایتونو کمېسیون ته دې په دې اړه رسمی شکایت وسپاری، څو په اړه وروستۍ پریکړه وشی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې میزان میاشتې په ۶ مه وشوې چې کمېسیون یې د رایو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه دوه نېټې نقض کړې، اوس به ولیدل شی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بورډ په دې اړه څه پریکړه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.