ننګرهار د داعش تسلیم شویو بهرنیو غړو برخلیک په اړه حکومت ډېر ژر پرېکړه کوی

- ۰۸ قوس ۱۳۹۸

mandegarد ملی امنیت شورا وایی، د افغانستان دولت به ډېر ژر د اسلامی دولت (داعش) ډلې د هغو بهرنیو غړو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړی چې په ننګرهار ولایت کې حکومت ته تسلیم شوی دی.
د داعش ډلې سلګونه وسله وال چې یوشمېر بهرنی جنګیالی هم پکې دی، په دې وروستیو کې وسله پر ځمکه کېښوده او تسلیم شول.
یوې هندۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښایی د داعش ډلې لس جنګیالی چی د هند اتباع دی، نوی ډیلی ته وسپاری.
د افغانستان د ملی امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د هندۍ ورځپاڼې د راپور په اړه ازادی راډیو ته وویل چې د بهرنیو نیول شویو داعش اورپکو په اړه به په نژدې راتلونکې کې د افغانستان دولت خپله پریکړه وکړی.
هغه په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «په تېرو څو ورځو کې څه باندې ۶۰۰ داعشیان او د هغوی کورنۍ د افغانستان ملی امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی. په دوی کې د بېلابېلو هېوادونو وګړی دی چې نظام به یې د خپلو پالیسیو او قوانینو په رڼا کې پر وړاندې قانونی اجراآت چې په پام کې لری، په نژدې راتلونکی کې اعلان کړی.»
د هند چاپ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۸مه) راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې په تسلیم شویو کسانو کې دیارلس تنه د هند اتباع دی.
ورځپاڼې ویلی چې دا کسان د افغانستان او هند ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې پربنسټ سپارل کېږی.
دا موافقه افغان چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې په نوې ډیلی کې لاسلیک کړې وه، خو سند یې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او په افغانستان کې د هند د سفیر ترمنځ په کابل کې تبادله شو.
د ننګرهار ولایت چارواکی وایی په هغو سلګونو داعشیانو کې چې په دې وروستیو کې حکومت ته تسلیم شوی د پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو اتباع هم شامل دی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل:
«تراوسه د زرو په شاوخوا کې د داعش ډلې وسله وال له خپلو کورنیو سره چې ماشومان او مېرمنې په کې دی، افغان ځواکونو ته تسلیم شوی. له ۵۰۰ زیات جنګیالی هم په دوی کې شته دی چې د لسو هېوادونو وګړی دی او ډېری د پاکستان دی خو د ایران، ترکیې، اردن او ځینو نورو هېوادونو اتباع هم په دوی کې شته».
ولسمشراشرف غنی د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ ننګرهار ته د سفر پرمهال په دې ولایت کې د داعش د ماتې خبر ورکړ او ویې ویل، د داعش د پاکستانی غړو ښځې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه، بلکې د هغوی خپلوانو ته وسپارل شی.
د اسلامی دولت ډلې وسله وال په ۲۰۱۵ کال کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې په نوم خپل حضور اعلان کړ او وروسته یې بیا د اچین ولسوالۍ په ګډون د ننګرهار ولایت ځینې سیمې ونیولې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.