- ۰۸ قوس ۱۳۹۸
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کړې چې یو ځانګړی کمېسیون دې د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې له زدهکوونکو هلکانو د جنسی ناوړه استفادې په اړه راپور وڅېړی.
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان ولسمشر د دې مسئلې څېړنه دوی او لویې څارنوالۍ ته سپارلې، خو دوی غوره ګڼی چې نورې ادارې هم پهکې شاملې شی.
ښاغلی مشکور وویل: «ولسمشر پر ټویټر په خپل پیغام کې دا مسئله موږ او لویې څارنوالۍ ته حواله کړې، خو په دې ترکیب کې باید د مدنی ټولنو استازی، د پوهنې وزارت او حتی د ملی شورا د بشری حقونو د کمېسیون استازی شامل وی.»
نوموړی وویل، د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون د دغې مسئلې جدی څېړنه غواړی.
د افغانستان د ملی امنیت ادارې د لوګر دوه مدنی فعالان چې د زدهکوونکو د جنسی استفادې موضوعیې راپورته کړې وه، له څو ورځې بند وروسته د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون ته وسپارل.
محمد موسی محمودی او احسانالله حمیدی د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د اروپایی ټولنې له سفیر سره د کتنې لپاره پر لاره وو چې دولتی ځواکونو ونیول.
د افغانستان د ملی امنیت ریاست وویل چې هغوی یې د دې لپاره نیولی وو چې د راپور تر خپرېدو وروستهیې ژوند له ګواښ سره مخامخ و. د ملی امنیت ریاست د محمودی او حمیدی د خبرو یوه وېډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره کړه.
محمودی په دغه وېډیو کې پر دې چې د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې یې پر زدهکوونکو هلکانو د جنسی تېری په اړه معلومات رسنیو ته ورکړی، پښېمانی څرګنده کړه او خپل راپور یې ناقص او له تېروتنو ډک یاد کړ.
لا څرګنده نهده چې دغه اعتراف له هغه په کوم حالت کې اخیستل شوی.
د وېډیو په اړه په افغانستان کې د امریکا سفیر، د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون شدید غبرګون وښود او د لوګر د دغو مدنی فعالانو په اړهیې جدی اندېښنه څرګنده کړه.
په افغانستان کې د امریکا سفیر، جان بس د سې شنبې په ورځ ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې د افغانستان د ملی امنیت ادارې له لوری د خپرې شوې وېډیو محتوا د پخوانی شوروی د استخباراتو د ادارې چلند ته ورته برېښی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی هم د ملی امنیت ریاست چلند ناسم بللی و.
د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مسئولې پاتریشیا ګاسمن واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلی، د بشری حقونو د دوو داسې فعالانو نیول چې د ماشومانو په جنسی ناوړه استفاده کې ښکېل حکومتی چارواکی او ښوونکی یې رسوا کړل، د قاصد د وژلو معنی لری.
Comments are closed.