کـابل کـې نامسـؤله وسـله وال ا و تـروریستی پېښـې ډیـرې شـوی

- ۱۰ قوس ۱۳۹۸

mandegarیو شمیر کورنۍ چې خپل خپلوان یې د کابل ښار په جنایی پیښو کې وژل شوی، د غیرمسوولو والو او ترهګرو د فعالیتونو په ډیریدو اندیښنه ښیی.
عطاء اله د کابل ښار د اتمې حوزې اوسېدونکی دی چې، په دې ورستیو شپو ورځو کې یې ځوان زوی، وسله والو وژلی دی.
دی وایی، دغې پېښې ورته د غره په څېر دروند غم پر اوږو کړی او اوس هم د ښار د امنیتی وضعیت په اړه اندیښمن دی.
هغه وایی: «زوی مې د ملی اردو افسر و، دنده یې په ریشخورو کې وه، سهار پنځه بجې چې له کوره د وظیفې په لور روان شو، په حلقوی سړک کې درې څلورو کسانو په ډزو وویشت اوشهید یې کړ، مونږ نه چاته بد رسولی او نه دښمنی لرو، د غلو له امله هېڅ څوک له دغې کوڅې نه شی تېرېدلی.»
د ۲۶ کلن ذبیح اله پلار وایی، زوی یې واده کړی و او درې ماشومان یې لرل.
په کابل کې ډیری کورنۍ د جنایی پېښو او وسله والو غلاګانو پر ډېرېدو اندېښنې ښیی.
د کابل ښار په بله څنډه کې حاجی حسین وایی، وسله والو کسانو یې لیک لوستی وراره، په رڼا ورځ په ډزو وواژه.
د ده زړه له دردونو ډک دی او له حکومت نه د خپل وراره د قضیې تعقیبول نه غواړی: «دی مازیګر مهال له دوستانو سره چکر ته وتلی و، کله چې بېرته راستنېده، په رڼا ورځ د مازیګر په پنځو بجو، یو کس له کوڅې ووت او سیده یې په زړه وویشت، خو حکومت تراوسه پوښتنه نه ده کړې، حکومت ته چې عریضه وکړې، مرسته درسره نه کوی، له مقابل لورې نه پیسې اخلی او خوشې کوی یې.»
دغه کورنۍ وایی، حکومت د خلکو پر وړاندې مسؤلیت لری چې د نامسؤلو وسله والو د نیولو په برخه کې جدی اقدام وکړی.
په ورته وخت کې د کابل پولیس منی چې، په دغه ښار کې جنایی جرمونه کېږی خو وایی، د مخنیوی هڅې یې ډیرې شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادی رادیو ته وویل: «په تېرو پنځه میاشتو کې له پنځه لسو نه ډیر جنایی او سازمان شوی بانډونه ړنګ شوی دی، اوس ځینې په انفرادی توګه جرمونه کوی، مونږ د دوی د پېژندلو او نیولو په هڅه کې یو، خو جرایم اوس هم شته، د خلکو اندیښنې احساسېږی، مونږ هڅه کوو د خلکو اندېښنې لرې او امنیتی وضعیت ښه شی.»
په کابل کې د نامسؤله وسله والو کسانو د فعالیتونو، وسله والو غلاګانو او سړی تښتونو په اړه له پخوا راهیسې اندېښنې موجودې وې، خو ډیری په دې باور دی چې، حکومت د جنایی جرمونو مخنیوی ته کافی هڅه نه ده کړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.