د ټاکنو کمېسیون: معترضو انتخاباتی ډلو سره خبرې ‹مثبت لور› ته روانې دی

- ۱۲ قوس ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکی وایی، له معترضو انتخاباتی ډلو سره یې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دی او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شی.
خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله چې پلویانو یې په اوو ولایتونو کې ددغه بهیر مخه نیولې، وایی د ټاکنو کمېسیون له دوی سره هېڅ ډول خبرې نه دی کړی.
دغه ټیم د رأیو پر بیاشمېرنې او تفتیش اعتراض لری او په سرپل، جوزجان، بدخشان، تخار، فاریاب، بغلان او پنجشیر کې ددغه بهیر مخه نیولې.
خو د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ازادی راډیو ته وویل، چې د وروستیو انتخاباتی لانجو په تړاو له متعرضو ټاکنیزو ډلو سره د کمیسیون خبرې مثبت لورته روانې دی.
هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون چارواکی هیله مند دی چې ډېر ژر په دغو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر پیل شی.
ښاغلی سادات زیاته کړه: «د هغو اوو ولایتونو په اړه چې زموږ ولایتی همکاران د رأیو بیا شمېرنې ته نه پرېږدی له دوی سره زموږ خبرې مثبتې خواته روانې دی او تمه ده چې دوی زموږ همکارانو ته اجازه ورکړی چې په دې ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه پیل او پر بنسټ یې لومړنۍ پایلې اعلان شی.»
ښاغلی سادات وویل ټاکل شوې چې نن د کمېسیون د دارلانشا له لوری د بیا شمېرل شویو رایو په اړه تخنیکی راپور هم د کمېسیون مشرتابه ته وسپارل شی.
داهغه ژمنه ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې کمېسیون کړې، خو بېرته یې ماته کړې ده.
خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ انتخاباتی ډلې یوه ویاند فریدون خوځون ازادی راډیو ته وویل، د انتخاباتو کمېسیون له دوی سره د وروستیو انتخاباتی ستونزو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دی کړې.
ښاغلی خوځون زیاته کړه، تر څو چې کمېسیون د قانون پربنسټ عمل ونه کړی، د ثبات او همپالنې ټیم پلویان به اجازه ورنه کړی چې په پاتې اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې بهیر ترسره شی.
هغه وویل: «له بده مرغه چې کمېسیون د خبرو اترو لپاره ټولې دروزاې تړلې دی او حاضر نه دی چې له موږ سره خبرې وکړی. په داسې حال کې چې موږ حاضر یو چې رامنځته شوی کړکېچ د خبرو له لارې حل شی. زموږ تمه داده چې کمېسیون د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایی او رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړی او قانون ته رجوع وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.