ټرامپ افغانستان ته خپل سفر بریالی وباله

- ۱۲ قوس ۱۳۹۸

mandegarډونالډ ټرمپ د دوشنبه په ورځ لندن ته د سفر په درشل خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته یې سفر عالی او بریالی و.
ولسمشر ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په هدف لندن ته ولاړ چیرې چې ټاکل شوې د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحثونه وشی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پرون دوشنبه داسې مهال د افغانستان د سفر په اړه لنډې خبرې وکړې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره لندن ته روان و.
ډونالډ ټرمپ د واشنګټن په هوایې ډګر کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته یې وروستی سفر او له افغانستان ولسمشر سره لیدنه عالی وه.
ټرمپ وویل: «افغانستان ته تګ مې خوښ شو، ډیر کسان مې ولیدل، د ولسمشر اشرف غنی په ګډون، عالی و، خوښ شوم چې هغوی مې ولیدل، افغانستان ته مې سفر ډیر بریالی و، اوس لندن ته روان یم د ناټو غونډی ته ځم او د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره به وګورم.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر مخکی تر دې چې لندن ته روان شی، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې اروپا ته ځی څو د خپل هېواد استازیتوب وکړی.
ډونالډ ټرمپ د تیرې پنجنشبې په ورځ د نومبر ۲۸ مه په ناڅاپی سفر د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره د افغانستان د بګرام پوځی اډې ته ورسېد.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.