له تور لیسته د افغانستان هوایی شرکتونو د را ایستو هڅې

- ۱۶ قوس ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی، هڅې یې پیل کړی، څو افغان هوایی شرکتونه له تورلیست نه و ایستل شی.
د ډسمبر ۷ د ملکی هوایی چلند له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د افغانستان ملکی هوایی چلند اداره وایی، دا ورځ د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې هم ونمانځل شوه.
د دغې ادارې د مطبوعاتو غړی شیرشاه شریفی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل له تورلیست نه د افغان هوایی شرکتونه د ایستلو چارې یې پیل کړې.
هغه وایی: «د نړیوالې هوانوردۍ سازمان له لوری د ډسمبر په دویمه یو تفتیش پیل شوی، چې همدې میاشتې ۱۹ به دوام وکړی، هدف یې له تورلیست نه د افغان هوایی شرکتونو اریانا او کام ایر د ایستلو مساله څېړل دی، د افغانستان هڅه دادی چې دغه شرکتونه له تورلیست نه ژر ویستل شی.»
د ملکی هوایی چلند اداره وایی، چې دا مهال یوازې افغان هوایی شرکتونه انقرې، استنبول، دوبۍ هند او یو شمېر نورو هېواونو ته پروازونه لری.
د دغې ادارې چارواکی زیاتوی، چې په راتلونکی پسرلی کې به د اریانا افغان هوایی شرکت په اډانه کې، باختر هوایی شرکت هم فعالیت پیل کړی.
شیرشاه شریفی وایی، چې په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان هوایی حریم ۳۰۰ الوتکې تګ راتګ کوی، چې په هر پرواز افغانستان ته ۷۰۰ ډالره ټکس راځی.
افغان حکومت وایی، چې د هوایی حریم د بیې د لوړلو لپاره دوه اونۍ وړاندې افغان پلاوی دوبۍ ته تللی و، او نړیوالۍ هوانوردۍ له سازمان سره په دې اړه خبرې کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به دغه بیا۹۵۰ امریکایی ډالرو ته لوړه شی.
په ورته وخت کې د اقتصادی چارو افغان کارپوهان له تورلیست نه د افغان هوایی شرکتونو او هوایی حریم فیس لوړېدل ښه زیر بولی.
د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالقادر جیلانی د عوایدو راټولو په سم مدیریت ټینګار کوی.
جیلانی وویل: «حکومت نه یوازې عوایدو راټولو لپاره دې یو منظم سیسټم رامنځ ته کړی، بلکې د ښه مدیریت لپاره دې مسلکی او وړ کسان په دنده وګماری.»
ښاغلی جیلانی وایی، افغان هوایی شرکتونه باید نړیوال معیارونه مراعت کړی، چې له تورلست نه د ممکنه وتنې ورسته دغه شرکتونه یوځل بیا تورلست ته ولاړ نه شی.
افغان هوایی شرکتونه په ۲۰۱۰ میلادی کال کې په تورلیست کې شامل او اورپا ته له پرواز کولو منع شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.