د دوحـې مذاکــرات؛ د امـریکا او طالبــانو د تېــرو خبـــرو دوام که نــوی پــړاو؟

- ۱۷ قوس ۱۳۹۸

mandegarپه قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه د افغانستان حکومت او طالبان بېلابېل نظرونه لری. ارګ وایی، دا د مذاکراتو نوی پړاو دی، ځکه چې د کابل پر ځینو شرطونو هم په کې بحث کېږی، خو طالبانو یې د درېدلو خبرو دوام ګڼی.
د امریکا او طالبانو مذاکرات تر شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته پرون له سره پیل شوې. د پرون ورځې د بحث تمرکز هم د تاوتریخوالی پر کمېدو و، ترڅو اوربند او د سولې بین الافغانی خبرو ته لاره هواره شی.
د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت یو شرط دا دی چې طالبان لږ ترلږه یو میاشت اوربند ومنی، په داسې حال کې چې طالبانو تل له کابل سره هرډول خبرې رد کړې دی.
د ولسمشر محمد اشرف غنی یوه ویاند لطیف محمود ازادی راډیو ته وویل، د دوحې خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو یو نوی پړاو دی. د هغه په خبره په دې مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت پر شرطونو هم بحث کېږی.
هغه وویل: «د خبرو پخوانی پړاو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا لغو شو او هغه وویل چې مذاکرات مړ شول. بیا بحثونه د خبرو د نوی پړاو په اړه وشوې، ځکه موږ د مذاکراتو نوی پړاو ته د «تاوتریخوالی کمېدو، اوربند او د تروریزم پټنځایونو ته د پاملرنې» له شرطونو سره ژمن یو. په دې اړه د امریکا او ستراتیژیکو ملګرو ژمنو ته معتقد یو.»
د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات د سپټمبر په لومړیو کې تر یوه ځانمرګی برید وروسته، داسې مهال لغوه شوې چې دواړه لوری په اصولو کې یوې موافقې ته رسېدلی وو.
دغه مذاکرات پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی په مشرۍ امریکایی لوری او طالب استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پیل شوې.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د افغانستان د حکومت د نظر خلاف پر خپل ټویټر لیکلی؛ دغه مذاکرات له هغه ځایه شروع شوی، په کوم ځای کې چې په ټپه درېدلې وې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.