د شکایتونو کمېسیون: له اسنادو او شواهدو پرته شکایتونه نه څېړو

- ۱۸ قوس ۱۳۹۸

mandegarوروسته له هغې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۲۵۰۰ هغه موقتو کارکونکو لست د څېړنو په هدف شکایتونو کمیسیون ته واستوه چې په دنده کې په غفلت تورن شوی د شکایتونو کمیسیون ټینګار کوی چې له اسنادو او شواهدو پرته به شکایتونه ونه څېړی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټاکنو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږی، د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دولس زرو زیاتو کارکوونکو تخلفات نه منی او وایی چې دوی د عدلی او بنسټونو او ټاکنو خپلواک کمېسیون تر منځ د منځګړیتوب حیثیت نه لری.
د دغه کمېسیون ویاند قاسم الیاسی ازادی راډیو ته وویل، ۹۸ سلنه هغه کارکوونکی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته معرفی شوی موقت کارکوونکی دی او د ټاکنو قانون له مخې د هغو عزل او څېړنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون صلاحیت دی.
هغه وویل: «هغه شکایتونه چې ثبت شوی هغه د دغه کمېسیون د موقتی کارکوونکو دی، خپله د ټاکنو کمېسیون دنده لری هغه کارکوونکی یې ې چې ټاکنیز جرمونه یې کړی وی، منفصل او عدلی او قضایی ارګانونو ته یې وروسپاری، ځکه موږ نشو کړای د واسطې یوه کړۍ اوسو، بله مسله دا چې موږ باید ۱۲۰۰۰ کسانو ته دوسیې جوړې کړو او باید اسنادی موجودی وی چې دا دوسیې جوړې کړو، خو دا څېړنو ته اړتیا لری.»
د دغه کمېسیون په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ان واضح کړی نه دی چې دغو کارکوونکو څه ډول تخلفات او غیر قانونی کړنې کړی دی.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دارالانشا غوښتی وو چې ټول هغه کارکوونکی چې په ولسمشری ټاکنو کې په سرغړونو او ټاکنیز جرایمو تورن دی، ودې پېژنی او د شکایتونو کمېسیون ته دې ورمعرفی کړی.
یوه ورځ وړاندې حوا علم نورستانۍ له متعرضو نوماندانو سره د ناستې په څنډه کې وویل چې ۱۲۶۵۰ هغه کارکوونکی چې د میزان میاشتې په شپږمه ولسمشرۍ ټاکنو کې یې ټاکنیزې سرغړونې کړی، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې ورپېژندلی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وایی، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون دوی ته د محکمې حیثیت لری او که د دغو کارکوونکو په اړه ستونزه یوازې د شواهدو او اسناد وی، چمتو دی چې دا اسناد برابر کړی او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې وسپاری.
د دغه کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمی: «مونږ به له جزییات سره سره اسناد د شکایتونو کمېسیون ته وسپارو، له نوی سلنه لوړ زموږ کارکوونکی موقت وو چې اوس موږ شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون ته معرفی کړی دی، د شکایتونو کمېسیون موږ ته د محکمې حیثیت لری ، خو په هغه صورت کې چې موږ پورې اړوند وی د لوایحو او طرز العمل پر اساس به پرېکړه وکړو.»
پر انتخاباتو یو شمېر د څار بنسټونه وایی، د دې لپاره چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د ولسی جرګې ټاکنو د پایلو په شان د نه مشروعیت په اړه له پوښتنو سره مخ نه شی، اړتیا ده چې لومړی انتخاباتی کمېسیونونه د ټاکنیزو سرغړونو او جرمونو برخلیک روښانه کړی او بیا دې لومړنۍ پایلې اعلان کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.