په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې ټاکنیزې ناستې د قانون خلاف دی

- ۲۳ قوس ۱۳۹۸

mandegarپر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او حقوق پوهان په انتخاباتی مسایلو کې د ملی یووالی حکومت د رهبرانو له لوری له دولتی امکاناتو استفاده د قانون خلاف بولی.
په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غنی لوری د دولت جوړوونکی ټاکنیز ټیم له ناستې یوه ورځ وروسته، تېره شپه د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په سپیدار ماڼۍ کې د ثبات او همپالنې ټیم له رهبرۍ سره ناسته درلوده.
ښاغلی عبدالله د اوو ولایتونو پنجشېر، فاریاب، بغلان، سرپل، تخار، جوزجان او بدخشان د رأیو بیاشمېرنې په تړاو خپله پرېکړه له سپیدار ماڼۍ څخه اعلان کړه. نوموړی د ټاکنیزو مشورو لپاره د خپل ټیم غړی دغې دولتی ادارې ته وربللی وو او د شپې ډوډۍ یې هم ورکړه.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوی د دغې ناسته په اړه ازادی راډیو ته وویل، په اجراییه ریاست کې د دې ناستې په ترسره کولو سره دوی وغوښتل دا وښیی چې لا هم په حکومت کې ونډه لری.
ښاغلی معنوی وویل: «موږ د یو ځل لپاره وغوښتل چې خپله ناسته په اجراییه ریاست کې وکړو، تر څو وښیو چې لا هم موږ د حکومت یوه برخه یو او همدا لامل دی ترڅو چې غوښتنو ته د رسیدګۍ امکان وی او دروازې زموږ پر مخ مکملې تړل شوې نه وی، موږ ګام په ګام د ټاکنو له پروسې سر پاتې کېږو. هرکله چې دروازې زموږ پرمخ وتړل شی، طبیعی ده چې موږ به خپل تصمیم ونیسو.»
خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) وایی، دا چې ټولو نوماندانو ته په دولتی تاسیساتو کې د دا شان ناستو جوړولو امکانات نشته، نو هغه کاندیدان چې د حکومت برحال غړی دی، باید له دې کاره ډډه وکړی.
د فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید ازادی راډیو ته وویل، د دا شان ناستو جوړول په دولتی ادارو کې توپیری چلند او د لوبې د قاعدې خلاف کار دی. ښاغل رشید وویل، «د قانون او قاعدې پر اساس باید له دولتی امکاناتو د نوماندانو پر ضد یا ګټې کار وانه خیستل شی.»
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) ویاند احمد زبیر حبیب زاده هم د حکومتی مشرانو له خوا د ټاکنیزو اهدافو لپاره له دولتی امکاناتو استفاده د نورو کاندیدانو لپاره حق تلفی ګڼی.
د حبیب زاده په خبره، د ولسمشرۍ ټول نوماندان باید مساوات او برابری په نظر کې ونیسی.
د افغانستان د ټاکنو قانون د نوماندانو پر ضد یا د هغوی په ګټه د دولتی سرچینو کارول منع کړی.
د دغه قانون د لسمې مادې د دوهم بند له مخې «د یوه مشخص کاندید په ګټه او یا ضرر د هر ډول شتمنیو، تسهیلاتو او دولتی سرچینو کارول منع دی. له عامه او دولتی سرچینو او تسهیلاتو څخه برابره ګټه اخیستنه د دې قانون د احکامو له مخې له دې حکم څخه مستثنی دی.»
حقوق پوهان په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د ټاکنیزو ناستو جوړول له قانون سره په ټکر کې بولی.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح وایی، په دولتی ادارو کې هر ډول انتخاباتی ناستې د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان پورې، د انتخاباتو د قانون د لسمې مادې خلاف عمل دی.
ښاغلی مصباح وویل: «د دغه شان ناستو تر سره کول عادلانه او رڼو انتخاباتو ته زیان رسوی. نوماندان باید د لوړې تر مراسمو پورې له دا شان غونډو جوړولو ډډه وکړی.»
د ښاغلی عبدالله د تېرې شپې تر ناستې یوه ورځ دمخه، ښاغلی غنی هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپلو انتخاباتی پلویانو سره غونډه درلوده.
د دولت جوړوونکی ټیم غړی کبیر رنجبر چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود، ازادی راډیو ته وویل چې په هغې ناستې کې پر انتخاباتی مسایلو سلا مشورې وشوې.
ددې ترڅنګ د دولت ساز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح هم په ځینو دولتی ناستو او سفرونو کې له ولسمشر سره مل وی چې د قانون خلاف دی.
خو ددغه ټیم یو غړی داوود سلطان زوی وایی چې ښاغلی غنی د ولسمشر په توګه حق لری له سیاستوالو سره وګوری.
هغه په ارګ کې د دغه ټیم هرډول ناسته رد کړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.