مالیې وزارت: د نړیوالو د شرطونو په پوره کولو مو مرستې ترلاسه کړی

- ۰۱ جدی ۱۳۹۸

mandegarدافغانستان د مالېې وزارت وایی کوم شرطونه چې ورته نړیوالې ټولنې او دپیسو نړیوال صندق « آی. ایم. ایف » په پام کې نیولی وو، افغانستان وتوانید دغه شرطونه پوره او د دې وړشی چې بهرنۍ مرستې او پورونه ترلاسه کړی.
د افغانستان د مالېې وزارت وایی، په اقتصادی ، مالی او بانکې چارو کې اصلاحات، د ډیرو عوایدو راټول، د هیواد په کچه د لوی اقتصادی ښه مدیریت، اقتصادی وده او د اداری فساد پروړاندې موثره مبارزه ددې لامل شوه چې نړیواله ټولنه او د پیسو نړیوال صندیق «آی .ایم . ایف» د افغانستان پر اقتصادی اومالی پروګرامونو او پرمختګونو باوری شی.
دا خبرې د مالېې سرپرست وزیر محمد همایون قیومی دیکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه وزارت د ۱۳۹۸ مالی کال د لاسته راوړنو او پرمختګونو د بیانولو پرمهال خبریالانو ته وکړې.
ښاغلی قیومی وویل: «د دغو اصلاحاتو په کېدو سره د نړیوالې ټولنې پر وړاندې دافغانستان اعتبارلوړ شوی او مرستندویان له افغانستان خپلو مرستو ته دوام ورکړی، په مجموع کې افغانستان د شپږ دورو بریالیو ارزونو وروسته توانیدلی چې د نړیوالې ټولنې ۴۴.۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړی.»
ښاغلی قیومې داهم وویل، په ۱۳۹۸ مالی کال کې د ملی عوایدو راټولو ته ۱۸۸ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې وې خو دغه وزارت وتوانید چې په دغه کال ۲۰۹ میلیارده راټولې کړی.
ده داهم وویل چې اقتصادی وده په تېرو کلونو کې ۱.۳ فیصده وه خو سږکال ۳ فیصدو ته لوړه شوې ده .
د ده په خبره په روان مالی کال کې ۹۵.۴ فیصده بودجه لګول شوې چې ساری په تیرو کلونو کې نه لیدل کیږی.
ښاغلی قیومی ډاډ ورکړ چې که د هیوادامنیتی او سیاسی وضعیت ښه شی، دا هېواد به په لږه موده کې ډیر اقتصادی پرمختګونه وکړی.
په دغه ناسته کې د افغانستان بانک مسوول واحداله نوشېر د هیواد د بانکې سکټور په اړه خبرې وکړی ویې ویل، په روان کال کې انفلاسیون له ۳.۷ نه ۲.۱ ته راټیټ شوی دی.
مالی زیرمې له ۷.۷ میلیاردو ډالرو نه ۷.۸ میلیاردو ډالرو ته او اقتصادی وده له ۲فیصدو نه ۲.۷ ته پورته شوې ده.
مسوولینوداهم وویل، افغانۍ د ډالرو پروړاندې ۱۴ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی حال داچې ترکی پیسو یې په وړاندې ۵۰ ، پاکستانۍ روپیو ۴۷ او ایرانی اسعارو ۲۰ فیصد خپل ارزښت بایللی دی.
سره له دې چې د مالېې وزارت او افغانستان بانک مسوولین په هېواد کې له اقتصادی او مالی لاسته راوړنو او پرمختګونو راضی دی خو د اقتصادی چارو پوهان وایی حکومت داسې پروژې پیل کړی چې له یوې خوا عواید ډیر او له بلې خوا د خلکو اقصادی ستونزې هم کمې کړی.
خان ولی تلاش ازادی رادیو ته وویل: «باید عدالت تامین شی، نظام باید ډیجتلی شی، هېوادوالو ته دشفافیت تضمین ورکړل شی او داسې عام المنفعه پروژوته توجه وشی چې، خلک ترې له ۵ کلونو نه نیولی ترشلو کلونو پورې ګټه پورته کړی.»
افغان سوداګر او پانګه وال هم شکایتونه کوی چې ، حکومت دې د عوایدو د راټولو ترڅنګ خلکو ته خدمات وړاندې کړی.
سوداګرو د خپلو فعالیتونو له پاره له حکومت د زیربناو، ځمکو ، برښنا او د قوانیو د ساده کولو غوښتنه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.