په ټول افغانستان کې د شکایتونو د څېړنې لړۍ پیل شوه

- ۰۸ جدی ۱۳۹۸

mandegarد ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایی، تر ټولو زیات شکایتونه د ننګرهار اړوند او تر ټولو کم یې بیا په سرپل ولایت پورې تړلی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو د هغو شکایتونو ارزونه پیل کړه چې د ټاکنو د لومړنۍ پایلو وروسته یې له دې کمېسیون سره ثبت کړی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایی، د دوی ولایتی دفترونه به تر راتلوونکو ۳ورځو دا شکایتونه وڅېړی او له تصنیف بندۍ وروسته به یې، تحلیل او پرېکړې کولو ته چمتو کړی.
د کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار وویل: «تصنیف بندی هغه مرحله ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کې با اعتباره او بې اعتباره شکایتونه سره جلا کوی. «
د دې کمېسیون کمېشنر سید قطب الدین رویدار د یک‌شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، ډېر لږ شمېر شکایتونه په کابل کې پاتې دی چې نن د ورځې په اوږدو کې به اړونده ولایتونو ته واستول شی.
هغه زیاته کړه: «نن رسما په ټول افغانستان کې د شکایتونو د بررسۍ لړۍ پیل شوې ده، دا به تر درې ورځو دوام وکړی چې شکایتونه تصنیف بندی، تحلیل او ارزیابی شی، څو پرېکړې کولو ته چمتو شی. «
تر ټولو شکایتونه په ننګرهار ولایت پورې اړوند دی، کابل په دویم او کندهار بیا په درېیم ځای کې دی چې د شکایتونو شمېر یې د نورو ولایتونو په پرتله زیات دی.
خو د سرپل او پنجشېر په ګډون ځینې ولایتونه شته چې ډېر لږ شمېر شکایتونه یې په تړاو ثبت شوی دی.
خو یوه اندېښنه دې شکایتونو ته د رسېدنې لپاره د وخت کموالی دی.
پر ټاکنو د څار بنسټونه وایی، ښایی په هغو ولایتونو کې چې د ثبت شویو شکایتونو شمېر په کې ډېر دی، دا بهیر په خپل وخت پای ته و نه رسېږی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه رییس یوسف رشید وایی، یو شمېر شکایتونه اوږدې پلټنې ته اړتیا لری او د همدې دلیل پر بنسټ کېدای شی، زیات وخت هم ونیسی.
هغه وویل: «وخت کم دی او مسایل تر یوه حده جنجالی دی او اوږدې څېړنې او پلټنې ته اړتیا لری. همدا ډول باید دا شکایتونه له کمېسیون او هغوی سره چې شکایتونه سره بحث ته اړتیا لری، څو هغوی هم خپل دلایل وړاندې کړی. «
د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې لپاره د وخت پر کموالی داسې مهال اندېښنه ښودل کېږی چې دې کمېسیون هم ویلی، د ولسمشریزو ټاکنو د لومړڼۍ پایلو د اعلان په تړاو شکایتونه دومره ډېر دی چې څېړنه یې ښایی په ټاکلې موده کې شونې نه وی.
د ټاکنیزو کمېسیون وړاندې ویلی و، دوی فکر نه کاوه، چې دومره ډېر شکایتونه به له دوی سره ثبت کېږی خو دوی به په ډېر دقت دا پروسه عملی کړی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره ۱۶۵۰۰ ثبت شویو شکایتونو کې نیمایی هغه یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې کړی، ۴۰۰۰ زره یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامی عدالت ټاکنیزې ډلې له‌خوا او نږدې ۳۸۰۰ یې د محمد اشرف غنی په مشرۍ دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم له‌خوا شوی دی.
د قانون پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو ولایتی کمېسیونونه د نن په ګډون یوازې دوولس ورځې وخت لری چې د نوماندانو شوی شکایتونو په اړه پرېکړه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.