رولنډ کوبیا: د عراق وروستی تحولات افغانستان سوله له خطر سره مخ کولای شی

- ۱۵ جدی ۱۳۹۸

mandegarپه افغانستان کې د اروپایی ټولنې استازی وایی، په عراق کې وروستی تحولات کولای شی د افغانستان سوله له خطر سره مخ کړی.
د قاسم سلیمانی تر وژنې وروسته د افغانستان د سولې پر پروسې د منفی اغیز په اړه تازه اندېښنې په افغانستان کې د اورپایی ټولنې استازی وایی، د عراق تر پېښې وروسته د افغانستان د سولې پروسه له خطر سره مخ کېدونکې ده.
د اروپایی ټولنې استازی رولنډ کوبیا په خپل یو تازه ټویټ کې ویلی، د افغانستان سوله نه یوازې د دغه هیواد بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یوې ژورې حل لارې ته اړتیا لری.
ښاغلی کوبیا اندېښنه ښودلې چې د عراق پېښه کولای شی د افغانستان د سولې پروسې لوری بدل او دغه پروسه له خطر سره مخ کړی.
د ده په خبره، افغانستان پر سیاسی واک ټینګار کوی چې په خبره یې په اوس وخت کې دا لوبه دېره ښه نه ده.
که څه هم حکومت په دې برخه کې له تازه څه ویلو څخه ډډه کوی خو تیره ورځ د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په یوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال په عراق کې د قاسم سلیمانی وژل کېدو ته په اشاره سره ویلی وه چې په سیمه کې هر له تاوتریخوالی ډګ هر ډول چلند کولای شی د سیمې او نړۍ سوله له خطر سره مخ کړی.
هغه ویلی: «د سیمې په کچه هر ډول پېښه کولای شی د سیمې په هېوادونو او نړۍ کې تاوتریخوالی زیات کړی موږ او سیمه د سولې له پروسې څخه لری کړی، مونږ په دې برخه کې د خواشینۍ او اندېښنې ترڅنګ له ټولو خواوو نه د زغم هیله لرو.»
دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږی چې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیمانی د جنوری په ۳مه د بغداد هوایی ډګر ته نژدې د امریکا د هوایی ځواک په یو برید کې ووژل شو؛ چې تر هغې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ اړیکی لا تړینګلې شوې.
د دې پېښې په تړاو د جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د یو ټویټ له لارې له ډیپلوماتیکو لارو د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د حل هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو له احتمال څخه اندېښنه لری.
د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله هم د قاسم سلیمانی پر وژول کېدو غبرګون وښود او هیله یې څرګنده کړه چې د سلیمانی وژل کېدل به کابل او تهران او د افغانستان او امریکا اړیکی تړینګلې نه کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون مرستیال جمال فکوری بهشتی له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، هغه کړۍ چې ددې دواړو هېوادونو د ګټو لپاره په افغانستان کې کار کوی ممکن د افغانستان سولې ته یو ډول زیان ورسوی.
هغه زیاته کړه: «د عراق پېښې ټوله نړۍ اندیښمنه کړې، که روان حالت کابو نشی پرته له شکه چې دغه پېښه د افغانستان د سولې پر پروسې هم ناوړه اغیز کولی شی هغه هم په دې دلیل چې امریکا او ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو د ټنګښت لپاره هر کار ته لاس کولای شی.»
دا په داسی حال کې ده چې د زلمی خلیلزاد د خبرو پر بنسټ د افغانستان د سولې خبرو کې تر بل هر وخت زیات پرمختګ شوی او تازه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې چې برخلیک ټاکنوکې هم ښودل شوی په قطر کې پیلېدونکی دی.
خو یو شمېر شنونکی او عام خلک په سمیه کې رامنځته شوی بدلونونو اندېښمن کړی او وایی هسې نه چې دغه بدلونونه د حساسه پروسه له خطر سره مخ نه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.