کابل یو شمیر ښاریان: د جنـایی جرمـونو د پیښو زیاتـوالی انـدېښمن کـړی یـوو

- ۱۶ جدی ۱۳۹۸

mandegarکابل ښاریان وایی، په دې ورستیو کې د جنایی جرمونو پیښې زیاتې شوې، چې دوی یې سخت اندېښمن کړی دی.
علی سینا مظفری په ماشومتوب کې د مور او پلار له سیوری بې برخې شو، څلور وروڼو په ډېرې خوارۍ تر پوهنتون ورساوو.
نوموړی د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د دریم کال محصل و، چې یو کال تعجیل یې واخیست او د افغانستان امریکایی پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې.
خو وسله والو غلو د ده د لوړو زدکړو په ارمان علی د خاورو ډېرۍ واړولې او د یو مبایل او لپ ټاپ کمپیوټر لپاره یې وواژه.
د مظفری د کاکا زوی محمد ضیا مظفری د نوموړی د مرګ کیسه داسې کوی: «تیره شپه علی سینا له پوهنتون نه راغی، ماته یې زنګ وواهه چې سرک ته رسیدلی یم، ورته مې وویل درشم ویل یې نه اوس کور ته رسیږم، شپږ دقیقې وروسته یې راته زنګ وواهه چې زه غلو په چاقو ووهلم، زه چې راغلم، غله تښتیدلی و، په دغه کوڅه کې چې علی سینا یې وهلی، څو غلاوې شوی.»
قدیر مظفری د غلی سینا ورور چې دی ورته په کوچنیوالی کې یتم پاتې شوی و وایی، ځوانیمرګ ورور مې نړۍ ارمانونه له ځانه سره ګورته یوړول.
نوموړی له دولت غواړی چې د ورور قاتلین یې ونیسی.
هغه زیاته کړه: «د خبرو توان نه لرم، زه له اړندو ارګانونو غواړم چې په هېواد په ځانګړې توګه په کابل کې امنیت ټینګ کړی، مونږ نن یو علی سینا له لاسه ورکړ، که د امنیت غم ونه خوړل شی، لسګونه نور به هم له لاسه ورکړو.
کابل ښاریان وایی، چې له ماښام وروسته د غلو او مجرمینو له ډاره له کوره د باندې نه شی راوتلای.
دوی وایی، چې د امنیتی ارګانونو د نه پاملرنې له امله هره شپه په کابل ښار کې غل خلک لوټی او که یې مقامت وکړ وژنی یې.
بل خوا د افغانستان د کورنیو چاروو وزارت که څه هم د د روانې جدې میاشتې د قتلونو او غلاو په اړه معلومات نه ورکوی خو وایی، چې یوازې په تېرې قوس میاشت کې په کابل ښار کې ۲۳۰ جنایی پېښې کشف شوې، چې په تړاو یې ۲۴۱تنه نیول شوی او په دوی کې ۳۳ یې قاتلین دی.
د کابل امنیې قومندانی په کابل ښار کې د جرایمو زیاتوالی منی خو وایی، یوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې د غلاوو، اخلاقی فساد او قتل په تور دوی ۴۳ تنه نیولی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایی: «په ټول توان هڅه کوو، چې د دغې پېښې عاملین ونیسو، پېښه تر پلټنې لاندې ده، ډېر ژربه قاتلین ونیول شی، د کابل امنیتی ټیم له جرایمو سره ټینګه مبارزه کوی، له خلکو غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې له پولیسو سره مرسته وکړی.»
کابل ښاریان وایی، کله چې پولیس تورن کسان ونیسی، نو ډېر ژر له بنده خلاصیږی، چې دې کارغله نور هم زړه ورکړی.
د کورنیو چارو وزارت دغه خبره نه منی او وایی، چې دوی له غلو سره قانونی چلند کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.