د څېړونکی پلاوی غړی: د آمر ستار وژنه بېلابېل پیچلی سیاسی اړخونه لری

- ۲۰ جدی ۱۳۹۸

mandegarد یوه پخوانی جهادی قومندان او عبدالستار غوربندی پرضد د ملی امنیت ځواکونو د عملیاتو حقیقت موندونکی پلاوی ځینې غړی وایی چې د نوموړی وژنه سیاسی اړخ لری.
غوربندی له خپل زوی او درېیو نورو کسانو سره د جدی په ۱۵مه د کابل ښار په یوولسمه حوزه خیرخانه سیمه کې د ملی امنیت ۹۹۹ ځانګړې ضربتی قطعې په عملیاتو کې ووژل شو.
ولسمشر اشرف غنی د پېښې په سبا یوه پلاوی ته دنده ورکړه چې موضوع حقیقت معلوم کړی.
په دې پلاوی کې د پارلمان څلور وکیلان، د غوربندی د کورنۍ غړی او د کابل د شمالی سیمې دوه اوسېدونکی شامل دی چې له حکومتی استازو سره په ګډه یې پرون خپل کار پیل کړ.
ددغه پلاوی غړی او په ولسی جرګه کې د کوچیانو استازی حبیب الرحمن افغان وایی، د آمر ستار وژل سیاسی اړخ لری.
ښاغلی افغان ازادی راډیو ته وویل: «دا قضیه بېلابېل پیچلی سیاسی اړخونه لری. دا پېښه د عملیاتو پرمهال ښکاره بې غوری څرګندوی. مونږ ګورو چې په ځنیو ارګانونو کې یوشمېر خود غرضه کسان شته چې غواړی د بې ګناه خلکو په وژلو سره د ولس ترمنځ واټن رامنځته کړی.»
عبدالستار غوربندی د جمعیت اسلامی پخوانی قومندان و چې په تېرو ټاکنو کې یې د ولسمشر اشرف غنی په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ کاوه.
ددغه ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح وړاندې ویلی چې غوربندی د ‹پېچلې دسیسې او تېرایستونکو اطلاعاتو› له امله د ملی امنیت ځواکونو وژلی. هڅه مو وکړه په تړاو د ملی امنیت نظر هم واخلو، خو ددغې ادارې مسئولانو له خبرو کولو ډډه وکړه.
د امنیتی ځواکونو په ډزو کې د آمر ستار زوی عبدالاحد، د هغه خوریی وحیدالله او د هغه د ترور زوی حاجی عبدالحفیظ غوربندی چې دی یې د شپې مېلمه و، له خپل زوی عظیم الله غوربندی سره ووژل شول.
د ټاکل شوی پلاوی یو بل غړی او په ولسی جرګه کې د کاپیسا استازی اقبال ساپی ازادی راډیو ته وویل، د څېړنو نتیجه به ډیر ژر د رسنیو له لارې اعلان شی.
ښاغلی صافی وویل: «هیڅ معلوماتو به له رسنیو پټ نه وی، هرڅه به په جدی اوشفاف ډول څیړل کېږی. که چېری دا قصدی عمل وی او یا غفلت شوی وی، هر څه چې وی، موږ یې له خلکو سره معلومات شریکوو.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ایوب سالنګی چې دی هم د حقیقت موندونکی پلاوی غړی دی، ازادی راډیو ته وویل چې پلاوی تېر ماښام خپله لومړنۍ ناسته وکړه او دوی ډاډه دی چې «د پلاوی غړی هڅه کوی څو د پېښې اصلی اړخ ته ځان ورسوی.»
د افغانستان د ملی امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو وړاندې هم ورته عملیات کړی چې ځینې یې له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی.
څو میاشتې وړاندې یې په ننګرهار ښار کې د شپې مهال عملیاتو کې د یوې کورنۍ څلور وروڼه ووژل. حکومت د هغې پېښې د پلټنې لپاره هم یو پلاوی وټاکه، خو لا یې هم وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.