هغه پیغام چې طالبانو کرزی ته ورکړی

- ۲۸ دلو ۱۳۹۱

ولسمشر کرزی ویلی، چې ۲۰۱۴ کال یې د افغانانو بهار دی او اوه رنګه مېوې به په کې خوری. خو د چارو یوشمېر شننونکی وایی، داسې څه دوی نه وینی چې د ولسمشر په څېرې دې پرې ډاډه شی.
دغه کارپوهان زیاتوی، دا چې ولسمشر کرزی تل د بهرنیانو په وتلو ټینګار کوی، کېدای شی طالبانو ورته ډاډ ورکړی وی، چې د نړیوالو له وتلو وروسته به د مذاکرو مېز ته ورسره کېنی او سوله به کوی.
د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر ماندګار ورځپاڼې ته وویل، ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ له دویمې دورې راهیسې تل دا هڅه کوی، چې افغانستان باید په خپل سر پرېښودل شی او بهرنیان کې په دا خل نشی او له همدې امله یې د تېرې ورځې دا وینا هم وکړه، چې په هېڅ حالت کې باید له بهرنیانو نه هوایی مرسته ونه غوښتل شی.
هغه وایی، د دې کار دوه لاملونه کېدای شی، یو دا چې ښایی ولسمشر کرزی ته د طالبانو له لوری ډاډ ورکړل شوی وی، که بهرنیان ووځی طالبان راځی او مذاکرو مېز ته به کېنی سوله به کوی او بل علت یې دا دی چې په خپل ولسمشر کرزی تلونکی دی او فکر کوی، چې زه خو ځم د راتلونکی حکومت بیا خپل کار دی چې څه کوی.
د نوموړی په خبره، دی داسې څه نه وینی چې له امله یې باید ولسمشر کرزی دومره ډاډه و اوسی.
ښاغلی بشر زیاتوی، که چېرې په یو دم له افغانستانه بهرنیان ووځی نو افغانستان ته به ګڼې ستونزې را پیدا کړی، ځکه د افغانستان اردو او پولیس دې پړاو ته نه دی رسېدلی، چې ټول عملیات په خپل سر تر سره کړی، بله دا چې افغان پوځ پوره مجهز نه دی او نه مدرنې وسلې لری او په دې برخه کې ډېرې ستونزې شته.
نوموړی په دې اند دی، دی هم هیله من دی چې په افغانستان کې سوله راشی؛ خو یوازې خوشبینی شته او له هغې پرته بل څه نه وینی.
د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر وایی، په کار ده چې د افغان ځواکونو په تجهیز، روزنې او پیاوړتیا کې فشار واچول شی.

هغه وایی، دی هم په دې باور دی، چې افغانستان ته به بیا جګړې رامخه نه کړی ځکه د نړیوالو میلیاردونه ډالر مصرف او زرګونه سرتېری یې ووژل شول؛ نو هېڅکله به افغانستان یوازې پرېنږدی او نه به افغانستانه بیا پخوانی جنجالونه راستانه شی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی صالح محمد صالح ماندګار ورځپاڼې ته وویل، که چېرې په افغان حکومت کې د حکومت کولو ښه اراده پیدا شی او خپل مسوولیتونه درک کړی نو کېدای شی د ولسمشر په دې وینا کې شک نه وی؛ ځکه هر څوک د حکومت کولو او ژوند کولو حق لری؛ خو زیاتوی چې په تاسف سره په تېرو یوولسو کلونو کې افغان چارواکیو ونشو کولای، خپل مسوولیتونه درک کړی او د افغانانو له هیلو سره سم چارې تر سره کړی.
هغه وایی، که چېرې له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره د نړیوالو مرستې روانې وی؛ نو ښایی له ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو لیکې کمزورې شی او خلک په حقیقتونو پوه شی او که چېرې د نړیوالو مرستې له نظام او ځواکونو سره ونشی او افغانان حکومت له یوې پیاوړې او پاکې ارادې سره راوړاندې نشی؛ نو فکر کوی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به نه یوازې دا چې پرمختګ ونشی بلکې د تېریو یوولسو کلونو شته لاسته راوړنې به هم له لاسه ووځی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، داسې څه نه وینی، چې دومره پرې ډاډه شی، چې لکه څنګه چې ولسمشر کرزی ډاډه دی، ځکه دلته سیمه ییزې ستونزې، سیمه ییز ناسالم سیاسی او پوځی رقابتونه شتون لری.
دی وایی، نپوهېږی چې ولسمشر کرزی ته د ګاونډیانو له لوری دومره ډاډ ورکړل شوی او که په خپله دوره کې دومره تغیراتو ته لېواله دی، چې رایې ولی.
حاجی صالح وایی، که سړی تېرو یوولسو کلونو ته نظر ورکړی نو دوغومره ډاډ نشته؛ خو که چېرې یوه قوی اراده رامنځه شی.
هغه وایی، افغانستان اوس یو پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد نه لری او نشی کولای چې خپل ځواکونه پرې تجهیز او اکمال کړی په کار ده چې نړیوال یې په دې برخه کې ملاتړ وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.