د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن د استېنافی شکایتونو څېړنه پیلوی

- ۳۰ جدی ۱۳۹۸

mandegarد ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سبا د هغو استېنافی شکایتونو څېړنه پیلوی چې په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه شوی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۳۴ ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اعتراض، ۶۳۰۰ شکایتونه ثبت کړی چې تر ډېره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او هم‌پالنې» ټاکنیزې ډلې له‌خوا دی او د استېناف غوښتنه په‌کې شوې.
دا کمېسیون وایی، د یو شمېر اعتراضونو تصنیف‌بندی هم پیل شوې، خو د دې شکایتونو په اړه د تحلیل، څېړنې او پرېکړې بهیر سر له سبا پیلېږی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر سید قطب‌الدین رویدار وایی، د ثبت شویو شکایتونو شمېر خورا ډېر دی، خو دوی په شپږو کټګوریو وېشلی او دغه‌شان یې پرېکړه کړې چې له هغو ولایتونو خپل کارکوونکی مرکزی کمېسیون ته راوغواړی په کومو کې چې کار بشپړ شوی دی.
هغه وویل: «موږ دارالانشا ته لارښوونه کړې چې د تحلیل، بررسۍ، تدقیق او د تطبیق په څانګو کې ظرفیتونه زیات کړی، یعنې نور کارکوونکی ورکړی، بېلابېل ټیمونه جوړ کړی څو دا دندې ووېشل شی، څکه د کار حجم زیات دی او په دې سره به موږ وشو کولای چې د قانون له‌خوا په راکړل شوی وخت کې خپلو پرېکړو ته ورسېږو.»
که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مرکز کې د استېنافی شکایتونو د تحلیل، څېړنې او په اړه‌یې د پرېکړې بهیر سبا د سې شنبې په ورځ پیلوی، خو لا هم د ولایتی کمېسیونونو هغه پرېکړه نه‌ده عملی شوې چې له مخې یې په ۲۱ ولایتونو کې باید ۵۳۲۱ محلونو رایې له سره وشمېرل شی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایی، د دې محلونو په اړه‌یې د عملیاتی پلان د جوړولو په هدف معلومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلی، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وایی، دوی ته استول شوی معلومات ستونزې لری.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب‌الدین رویدار دغه‌شان وایی، ژر به د هغو محلونو یو بشپړ نوملړ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته واستول شی چې د رایو بیا شمېرنه باید په‌کې ترسره شی.
له دې وړاندې هم پر ټاکنو د څار بنسټونو نیوکه کړې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کارونه پڅ مخ ته ځی، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا د دې نیوکې په ځواب کې وایی، دوی ته له سرعت دقت ډېر مهم دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.