سولې وزارت: د سولې په اړه ملی اجماع رامنځته شوې، خو پر مېکانیزم اختلافات شته

- ۰۱ دلو ۱۳۹۸

mandegarدوه هغه اختلافی مسایل چې د سولې په پروسه کې یې حتی په افغانستان کې دننه هم په اړه یوه واحده اجماع نه‌شته او په لویه کچه غبرګونونه‌یې راپارولی دی.
افغان حکومت په اوربند ټینګار کوی، طالبانو ویلی تاوتریخوالی به راکم کړی، خو د اجرائیه ریاست په ګډون یو شمېر افغان سیاسیون بیا د اوس لپاره حداقل د تاوتریخوالی د کموالی غوښتونکی دی.
خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی چې د سولې په اړه ملی اجماع شته، خو د مېکانیزم په اړه‌یې اختلافات موجود دی.
د دې وزارت ویاندې ناجیې انوری ازادی راډیو ته وویل: «د سولې په برخه کې ملی اجماع موجوده ده، حتی په سیمه او نړۍ کې ټول اړخونه سوله غواړی او په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی، خو دا چې مېکانیزم‌یې کوم ډول وی په دې باندې هم موږ کار کوو چې ټول هغه اړخونه چې په دې پروسه کې ښکېل دی د هغوی نظریات واخلو او د دوی اجماع پرې رامنځته کړو ترڅو دا یوه بریالۍ پروسه وی.»
د ملی وحدت حکومت اجرائیه ریاست ویلی، که طالبان د تاوتریخوالی له کمولو سره توافق وکړی دا بین‌الافغانی خبرو ته زمینه برابرولی شی، خو په وینا یې باید د تاوتریخوالی د کمولو معیارونه مشخص شی څو خلکو ته زیان وانه‌وړی.
تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی ویلی وو چې د سولې ټینګښت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په معنی دی او د سولې د خبرو لپاره اساسی طرحه هم د اوربند ټینګښت دی.
د ولسمشر ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالی کمول عملی اړخ نه‌‌لری.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر هم د سولې په اړه په کور دننه د اجماع د نه‌موجودیت خبره کوی.
ښاغلی اتمر له ازادی راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاته کړه: « په اوسنی حالت کې د سولې لپاره په ملی کچه اجماع نه‌لرو، په دې خاطر چې له بده مرغه پر ټاکنو او پر هغه سیاسی خبرو چې پر ټاکنو وې له امله‌یې دلته اجماع ماته شوې ده او اوس‌یې بېرته رغول یو ګران کار شوی دی.
ښاغلی اتمر په اوسنی وخت کې اوربند تر هر څه مهم بولی او وایی چې له دې لارې د افغانستان جګړه پای موندلی شی.
خو د مخکېنی ولسمشر د دفتر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وایی که طالبان د تاوتریخوالی په کمولو موافق وی باید په اوربند ټینګار دا پروسه تخریب نه‌کړی.
نوموړی پر خپل ټویټر لیکلی دی چې د لومړی ګام په توګه اړینه ده چې د تاوتریخوالی کموالی ومنل شی تر څو روان بحران پای ومومی.
کابل کې د اوربند او تاوتریخوالی د کمولو په اړه بحثونه په داسې حال کې تاوده شوی چې په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر ویلی چې د دوی او امریکایی پلاوی ترمنځ د سولې خبرې دوام لری.
سهیل شاهین تېره شپه په خپل ټویټر لیکلی دی چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسی دفتر مسؤلین د زلمی خلیل‌زاد او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده چې د راتلونکو اقداماتو په اړه‌یې تفصیلی خبرې وکړې.
که څه هم سهیل شاهین د راتلونکو اقداماتو په اړه جزئیات نه‌دی ورکړی، خو مخکې له دې ویل شوی چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک وروستی شوی دی او لاسلیک ته د تیاری په اړه‌یې خبرې روانې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.