امریکا له طالبانو نوې غوښتنې کړی

- ۰۵ دلو ۱۳۹۸

ایا د امریکا متحده ایالاتو د وسله والو طالبانو له سیاسی استازو سره د موافقې د لاسلیک لپاره خپل شرایط بدل کړی؟
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوولسم وار لپاره په دوحه کې د طالبانو له سیاسی استازو سره د سولې یوې موافقې ته رسېدو لپاره خبرې کوی.
د جنوبی اسیا د چارو امریکایی څارونکی بارنټ روبین له ازادی راډیو سره په مرکه کې تېره اونۍ وویل چې د طالبانو او امریکا د سولې په موافقه کې منل شوې چې طالبان به له ۷ تر لسو ورځو تشدد را کموی، د موافقې د لاسلیک په ۱۳۵ ورځو کې به د امریکا د پوځیانو شمېر ۸۵۰۰ ته را کمېږی، د موافقې تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې به د طالبانو استازی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوی.
بارنټ روبین تائید کړه چې طالبان او امریکا د موافقې لاسلیک ته ډېر نږدې شوی او څرګنده یې کړه چې بین الافغانی خبرې به په ناروې کې کېږی.
خو وسله والو طالبانو پر خپله وېب پاڼه په یوه نوی بیان کې، له دې کبله چې امریکا سره له دې چې هغوی د سولې د موافقې لپاره د تشدد د کمولو ژمنه کړې وه، نوې غوښتنې ورڅخه کړې له شکایته ډک بیان یې خپور کړی دی.
د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه دی ورکړ شوی او دا یې نه ده څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دی.
د اسوشیتد پرس په حواله، وسله والوطالبانو د تېرې پنج شنبې په ورځ په دې بیان کې ویلی چې واشنګټن هسې وقت ضایع کوی او دا چې د تشدد د کمولو تعبیر له خلیلزاد سره خبرې متاثره کړې دی.
د طالبانو له لوری دا بیان د هغوی له پخوانیو خبرو سره توپیر لری.
تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلی و چې له امریکا سره د سولې د موافقې لاسلیک ته نږدې شوی دی.
سهېل شاهین ویلی و چې ښایی د جنورۍ د میاشتې تر پایه دا موافقه لاسلیک کړی.
د طالبانو له لوری د نوی ګیله مند بیان په اړه د خلیلزاد دفتر لا رسماً څه نه دی ویلی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تبصره نه ده کړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.