غزنی کې ۶۷ ښوونځی ودانۍ نه لری

- ۰۵ دلو ۱۳۹۸

د غزنی د ډیری ولسوالیو اوسېدوونکی وایی ۶۷ ښوونځی یې ودانۍ نه لری.
د غزنی اوسېدوونکی په دې ولایت په ځینو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو غوښتنه کوی.
mandegarدوی وایی ډیری داسې ښوونځۍ دی چې هېڅ ودانۍ نه لری او زده کوونکی د یونیسیف له لورې په ورکړل شوو خیمو کې زدکړې کوی خو په خبره یې دغه خیمې هم د لمر او بادونو له امله سورۍ سورۍ دی.
د غزنی د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدګل وایی: «زموږ په ولسوالۍ کې څو مکتبونه دی چې ودانۍ نه لری، نه دا چې زموږ په ولسوالۍ کې په ځینو نورو ولسوالیو کې په اندړو کې په ګېلان کې، په قره باغ کې همداسې په اب بند کې، په ډیری ولسوالیو کې له بدغه مرغه چې ښوونځی یې ودانۍ نه لری، نو زموږ هیله دا ده چې د پوهنې وزارت توجه وکړی په دغه برخه کې.»
د قره باغ ولسوالۍ اوسېدوونکی رحمت الله هم ورته ستونزه شریکوی او وایی: «زموږ ډیری ولسوالیو کې ښوونځی تعمیرونه نه لری، نه پوهېږم چې ایا زموږ حق نه کېږی؟ په دې اړه زموږ له دولت نه دا تقاضا ده، له ولسمشر نه مو دا تقاضا ده چې موږ ته خپل حق راکړی.»
د غرنی ولایت د پوهنې رئیس هم منی چې په دغه ولایت کې ډیری ښوونځی ودانۍ نه لری.
محب الرحمن انصار وایی، ۶۷ داسې ښوونځی دی چې هېڅ ودانۍ نه لری خو وسله وال طالبان یې د رغولو اجازه نه ورکوی.
دی زیاتوی، په پام کې وه چې سږکال دا ودانۍ جوړې شی خو په خبره یې د وسلخ والو طالبانو له خوا اجازه ورنه کړل شوه.
هغه زیاتوی: «۲۲ یې په مرکز کې وو، ۱۳ یې په اندړو کې وو، ۹ یې په ناوه ولسوالۍ کې وو، ۸ په ده یک کې وو، ۶ په واغظ کې وو، ۷ په ګېرو ولسوالۍ کې وو، ۲ په خوګیاڼو کې وو، په جاغورو، ناهور په ټولو ولسوالیو کې وو، بدبختانه د افغانستان د دولت د مخالفینو له لوری راته ویل شوی چې موږ په هېڅ ډول د ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته اجازه نه ورکوو.»
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د غزنی د پوهنی ریاست د چارواکو دا خبره ردوی.
مجاهد ازادی راډیو ته وویل، د غزنی د پوهنې ریاست د ښوونځیو د جوړولو اراده نه لری پلمې کوی.
هغه ادعا کوی چې چارواکی غواړی په دې نوم پیسې خپلو جیبونو ته واچوی.
د غزنی ولایت مدنی فعالان بیا د دې ستونزې د هواری په هدف د سپین ږیرو او ځوانانو په هڅو ټینګار کوی وایی، باید په دې اړه د پوهنې ریاست له چارواکو او طالبانو سره خبرې وشی څو ستونزه هواره او محرومو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره لازم ښوونیز چاپیریال رامنځته شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.