بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره د نړۍ خطرناکه جګړه ده

- ۱۱ دلو ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان جګړه، د نړۍ پر مخ د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه جګړه ده.
یو شمېر نړیوالو سازمانونو په وروستیو اوونیو کې د راپورونو په خپرولو سره، د افغانستان په جګړه کې د ملکی مرګ‎ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې.
تازه د بخښنې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره، د افغانستان جګړه د ماشومانو لپاره تر ټولو وژونکې بللې ده.
د دغه سازمان په راپور کې راغلی، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې جګړې له کبله ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې، خو راپور کې دا نه‎ده روښانه شوې چې له دې شمېر یې څومره ماشومان وژل شوی او څومره نور یې ټپیان دی.
راپور زیاتوی، په ټوله کې د دې مودې په اوږدو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ تنه ملکیان وژل شوی او ۵۶۷۶ ملکیان ټپیان شوی دی.
دې سازمان د حکومت مخالف وسله‌وال په ځانګړی ډول طالبان او داعش د ماشومانو او ملکی کسانو د مرګ‎ژوبلې اصلی عاملان بللی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادی راډیو سره خبرو کې دا راپور رد کړ او د ملکی مرګ‌ژوبلې اصلی عاملان‌یې د افغانستان حکومت او بهرنی ځواکونه وبلل.
بل‌خوا په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ یا «سېف د چلډرن» په دې هېواد کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښیی.
د دې بنسټ ویاندې مریم عطایی د پنج‌شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دا راپور ښیی چې لا هم په افغانستان کې د ماشومانو ژوند خوندی نه‌دی.
مېرمن عطایی زیاتوی: «اوس هم افغانستان د ماشومانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو دی. له ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ د جګړې له ښکېلو لورو، په ځانګړی ډول د افغانستان له حکومت غواړی چې خپل وروستۍ هلې ځلې وکړی، څو له ماشومانو د جګړې پر مهال ساتنه وشی.»
په دې راپور کې همدا ډول د تېر ۲۰۱۹ میلادی کال جولای او سپټمبر میاشتې تر ټولو خونړۍ بلل شوی چې ملکی مرګ‎ژوبله په‎کې نسبت نورو میاشتو ته زیاته وه.
د بخښنې نړیوال سازمان د ملکی مرګ‎ژوبلې عاملانو ته د سزا نه‎ورکول، هغه ټکی یاد کړی چې له کبله‎یې د عدالت پلی کول یو خیال دی.
د افغانستان حکومت بیا وایی، دوی د افغان ماشومانو د ژوند خوندیتوب خپل لومړیتوب بولی.
د ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی زیاتوی: «په خواشینۍ سره چې د طالبانو بریدونه او تهدیدونه زموږ د ماشومانو لپاره یو ګواښ او خطر دی. د افغان حکومت لومړنۍ هڅه او لومړیتوب همدا دی چې د افغان ماشومانو ژوند خوندی کړی.»
دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتی چې په ۲۰۲۰ میلادی کال کې د افغانستان جګړې پر وړاندې بې‎تفاوتی پای ته ورسوی او دوی ته هغه ډول امنیت چې اړتیا یې ده او هغه ډول عدالت چې یې مستحق دی، منځ‌ته راوړی.
د دغه سازمان راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان چارواکی او نړیواله ټولنه مسؤلیت لری چې له ملکیانو ساتنه وکړی او پر دوی د بریدونو مسؤلان تر پوښتنې لاندې ونیسی.
دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو نړیوال سازمان هم په خپل راپور کې لیکلی، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغان او امریکایی ځواکونو په هوایی بریدونو کې ۱۰۰۰ تنه ملکیان وژل شوی چې له ۱۰۰ ډېر یې ماشومان دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.