مایک پامپیو: طالبان دې د تاوتریخوالی راکمولو لپاره نیت او وړتیا وښیی

- ۱۴ دلو ۱۳۹۸

mandegarد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایی، امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې له طالبانو د تاوتریخوالی د راکمولو لپاره د عینی پایلو، نیت او وړتیا غوښتنه کړې.
که څه هم په افغانستان کې د سولې راتلل د ټولو ښکېلو لورو اصلی هیله ده، خو سولې ته د رسېدو لپاره لیدلوری متفاوت دی.
د لیدلورو همدې اختلاف بیا سولې ته د رسېدو لار لا پېچلې کړې ده.
که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ د افغانستاد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایی، امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې له طالبانو د تاوتریخوالی د راکمولو لپاره د عینی پایلو، نیت او وړتیا غوښتنه کړې.
که څه هم په افغانستان کې د سولې راتلل د ټولو ښکېلو لورو اصلی هیله ده، خو سولې ته د رسېدو لپاره لیدلوری متفاوت دی.
د لیدلورو همدې اختلاف بیا سولې ته د رسېدو لار لا پېچلې کړې ده.
که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه یو مهم بحث د تاوتریخوالی راکمول دی، خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایی، دوی د تاوتریخوالی د کمولو لپاره د واقعی شواهدو لیدو ته په تمه دی.
د اسوشیټډ پرس له قوله، مایک پامپیو د ازبکستان په تاشکند کې رسنیو ته ویلی: «دوی له طالبانو د تاوتریخوالی د راکمېدو په برخه کې د عینی پایلو، نیت او وړتیا ښودلو غوښتنه کړې.»
نوموړی ویلی، دا کار به د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو تر پیل وړاندې تاوتریخوالی راکم کړی او د هغوی په خبرو کې به د دې بحث لپاره ځای پاتې نه‌شی او دا موضوع به له طالبانو سره د دوی په خبرو کې پای ته ورسېږی.
خو د پامپیو له قوله، دوی تر اوسه دې موخې ته نه‌دی رسېدلی، مګر دې پایلې ته د رسېدو هیله لری.
مایک پامپیو ویلی، امریکا داسې سولې ته د رسېدو په لټه کې ده چې ټول اړخونه‌یې سم وی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تاوتریخوالی د کمېدو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوی چې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا بیا د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت ملاتړی نظر څرګند کړی.
ښاغلی کوبیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلی: «د تاوتریخوالو راکمولو سره سره هغوی ښایی مړه شی چې دا خواشینوونکې ده، خو واقعی اوربند سره کېدای شی ټول افغانان خوندی وی او هغوی به ژوندی پاتې شی، د اوربند ټینګېدو سره به ملکی تلفات هم نه‌وی.»
د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې لسم پړاو خبرو کې امریکا له وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالی د کمېدو غوښتنه کړې، خو د طالب چارواکو یوې سرچینې ازادی راډیو ته ویلی، د سولې د تړون لپاره به سوله‌ییز چاپېریال رامنځته کوی، مګر امریکا نورې غوښتنې راوړاندې کړی او د سولې د خبرو روان بهیر یې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.ن د سولې په اړه یو مهم بحث د تاوتریخوالی راکمول دی، خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایی، دوی د تاوتریخوالی د کمولو لپاره د واقعی شواهدو لیدو ته په تمه دی.
د اسوشیټډ پرس له قوله، مایک پامپیو د ازبکستان په تاشکند کې رسنیو ته ویلی: «دوی له طالبانو د تاوتریخوالی د راکمېدو په برخه کې د عینی پایلو، نیت او وړتیا ښودلو غوښتنه کړې.»
نوموړی ویلی، دا کار به د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو تر پیل وړاندې تاوتریخوالی راکم کړی او د هغوی په خبرو کې به د دې بحث لپاره ځای پاتې نه‌شی او دا موضوع به له طالبانو سره د دوی په خبرو کې پای ته ورسېږی.
خو د پامپیو له قوله، دوی تر اوسه دې موخې ته نه‌دی رسېدلی، مګر دې پایلې ته د رسېدو هیله لری.
مایک پامپیو ویلی، امریکا داسې سولې ته د رسېدو په لټه کې ده چې ټول اړخونه‌یې سم وی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تاوتریخوالی د کمېدو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوی چې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا بیا د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت ملاتړی نظر څرګند کړی.
ښاغلی کوبیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلی: «د تاوتریخوالو راکمولو سره سره هغوی ښایی مړه شی چې دا خواشینوونکې ده، خو واقعی اوربند سره کېدای شی ټول افغانان خوندی وی او هغوی به ژوندی پاتې شی، د اوربند ټینګېدو سره به ملکی تلفات هم نه‌وی.»
د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې لسم پړاو خبرو کې امریکا له وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالی د کمېدو غوښتنه کړې، خو د طالب چارواکو یوې سرچینې ازادی راډیو ته ویلی، د سولې د تړون لپاره به سوله‌ییز چاپېریال رامنځته کوی، مګر امریکا نورې غوښتنې راوړاندې کړی او د سولې د خبرو روان بهیر یې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.