د ډیلی د ناستې پایله به څه وی؟

- ۲۹ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې افغانستان، هند او امریکا په نوی ډیلی کې د درې اړخیزې دویمې غونډې لپاره تیاری نیسی یوشمېر شننونکی وایی، چې دغه غونډه خورا مهمه ده خو افغان حکومت به ترېنه لازمه ګټه پورته نه کړای شی.
د سیاسی چارو شننونکی او د کابل پوهنتون استاد حمیدالله فاروقی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ډول درې اړخیزې غونډې ډېرې مهمې او اغېزناکې دی، د افغانستان د بهرنی سیاست او په هېواد کې د سولې او ثبات راوستنې لپاره.
هغه وایی، له دغو غونډو نه د ګټې پورته کولو مسله هغه څه دی، چې په تاسف سره په تېرو لسو کلونو کې زموږ دیپلوماسی داسې ده، هغه ابتکار عمل چې باید په خپل لاس کې یې واخلی نه یې دی اخیستی او نه افغان چارواکی په دې توانېدلی چې د افغانستان له ملی ارزښتونو سره سم له دې ډول غونډو نه سمه ګټه پورته کړی.
دی زیاتوی، په کار ده چې افغان حکومت د دې تاریخی فرصت په پام کې نیولو سره او د هغو ننګونو، ستونزو او روانو رقابتونو نه چې په سیمه کې شته او افغانستان چې تقریباً د دغو رقابتونو محراق ګرځېدلی، په ډېر معقولې او مدبرانه دیپلوماسۍ نه په ګټې اخیستو سره د خپلو منافعو لپاره ګټه پورته کړی.
د ښاغلی فاروقی په خبره، افغانستان تر اوسه له هغو فرصتونو نه چې افغانستان ته برابر شوی له هغو نه یې سمه ګټه نه ده پورته کړې، ډېر فرصتونه یې له لاسه ورکړی او دا به هم یو داسې فرصت وی، چې د تېرو په شان به یې له لاسه ورکړی.
هغه وایی، هیله من نه دی چې افغان چارواکی به دا توان پیدا کړی، چې له دې درې اړخیزې ناستې هم سمه ګټه پورته کړی او د خپلو ملی ګټو پر محور وڅر خوی.
د کابل پوهنتون استاد حمیدالله فاروقی د افغان دولت دغو څرګندونو ته په اشارې چې له هند او امریکا سره مشترک دوستان او دښمنان لری، وویل فکر نه کوی چې دا به ډېر دیپلوماتیک او مناسب سټېټمنټ وی، ځکه دغه ډول ادعا کول ډېر نور شیان را پاروی او له دغه ډول څرګندونو څخه باید د افغانستان دیپلوماتیکه دستګاه په کلکه ډډه وکړی.
هغه زیاتوی، موږ مشترک منافع او مشترک جنجالونه لرو، نه یوازې له هند او امریکا سره بلکې له ډېرو نورو هېوادونو سره، لکه د ترهګرۍ بحث اونور مسایل.
نوموړی وایی، په دغه ډول څرګندونو سره هغه کسان او کړۍ نورې هم هڅېږی، چې انتقام جویی وکړی، چې په افغانستان کې جنجالونه جوړوی او شخړو ته لمن وهی.
د ښاغلی فاروقی په وینا، په کار ده چې د افغانستان دیپلوماتیکه دستګاه ټولو هغو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو او ګاونډیانو ته چې له نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو سره زموږ د اړیکو په اړه اندېښنې لری، باید دوی ته په قوت او دقت سره ډاډ او اطمینان ورکړل شی، چې د افغانستان لپاره جنجال جوړ نه کړی، ځکه افغانستان چاته د جنجال جوړولو په لټه کې نه دی.

هغه وایی، دا پیغام باید ټولو سیمه ییزو هېوادونو ته ورسېږی، هند او امریکا دواړه ځواکمن هېوادونه دی او کولای شی، چې د افغانستان دمنافعو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره په سیمه کې ګامونه پورته کړی او مساعدتونه تامین کړی.
د نوموړی په خبره، خو د دې کار لومړی شرط دا دی چې افغان حکومت خپل دریځ او کړنلاره روښانه او ثابته کړی، نه دا چې یوه ورځ یو شی بله ورځ بل شی ووایی او په تاسف سره د هغو کسانو په تعریف کې پاتې راغلی، چې افغانستان ته جنجال جوړوی.
د ښاغلی حمیدالله فاروقی په اند، په تاسف سره چې پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې غیر واقعبینانه قضاوتونه کړی دی او د افغانستان له نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو نه غیر منصفانه غوښتنې او هیلې لری.
دی وایی، د افغانستان دیپلوماتیکه دستګاه باید پاکستان ته روښانه کړی، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لری، چې له هر چا سره اړیکې او مناسبات ولری او موږ هیله من یو، چې له هند، پاکستان، ایران او ډېرو نورو هېوادونو سره د افغانستان د ملی ګټو پر محور ښې اړیکې او مناسبات ولرو.
دی زیاتوی، سره له دې چې په وار وار افغانانو ورته په دې اړه ویلی؛ خوبیا هم پاکستان د افغانستان پر وړاندې هماغه پوځی او سنتی سیاستونه پر مخ وړی، چې د افغانستان په نا ارامۍ، بدختۍ او بې ثباتۍ کې خپلې ارزوګانې لټوی.
د ښاغلی فاروقی په وینا، پاکستان باید په دې پوه شی او معتقد شی چې یو ارام، باثباته او خپلواک افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی او دا ډاډ نه یوازې دا چې د افغانستان د یپلوماسۍ له لارې وشی، بلکې د عامه ذهنیت د بدلولو لپاره هم جدی هڅې وشی.
همدارنګه د ولسی جرګې غړی غلام فاروق مجروح ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې دغه غونډه به ډېره مهمه ځکه وی، چې امریکا له هند سره ښې او ستراتېژیکې اړیکې لری او هند له افغانستان سره هم پراخې او تاریخی اړیکې لری.
هغه وایی، همدرانګه به د دې غونډې له لارې هندیان نور هم په افغانستان کې پانګونې او د کانونو استخراج ته وهڅېږی.
دی زیاتوی، چې پاکستان له دې ناستې ډېرې اندېښمن دی او په دې اړه به حتماً غبرګون وښیی، چې دا کار به یې په ګټه نه وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.