رسنۍ که شیطان!

- ۲۰ حوت ۱۳۹۱

رسنۍ د ټولنې سترګې دی او رسنۍ دی، چې ټولنه ښې لارې ته سوق کوی. رسنۍ د ولس او حکومت تر منځ د پل دنده تر سره کوی، د حکومت په کړنو څارنه کوی، د خلکو ستونزې حکومت او د حکومت چارې، غوښتنې او کړنې د ملت غوږونو ته رسوی. له همدې امله رسنیو ته په دیموکراتیکو ټولنو کې د څلورمې قوې په سترګه کتل کېږی.
په افغانستان کې له تېرو یوولسو کلونو راهیسې رسنۍ خورا وده کړې او د حکومت د تېرې یوې لسیزې ستره لاسته راوړنه رسنۍ او د بیان ازادی ده.
له بده مرغه چې یوشمېر رسنۍ د بیان له ازادۍ او خپل دې حق نه ناوړه ګټه پورته کوی.
کله چې د ولسمشر کرزی په مشرۍ په افغانستان کې یو نوی باب پرانستل شو، خپلواکې رسنۍ هغه که انځوریزې وې، چاپی او یا هم غږیزې وې، رامنځته او په فعالیتونو یې پیل وکړ. د خلکو هیله دا وه، چې اوس به رسنۍ د خپل ملی رسالت په تر سره کولو سره هڅه وکړی، چې د ملت رغونې، ملت جوړونې او پرمختګ لپاره خلک سوق کړی او مثبت جهتونه ور وښیی. ځکه افغانستان کابو پنځه ویشتو کلونو جګړو ځپلی و، ټولو خواوو خپلې دښمنۍ تر شا پرېښې وې او د یوه نوی باب د پرانستلو لپاره سره په یوه ټغر کېناستل.
په ګډه یې د حکومت په رامنځته کولو، د هېواد په رغولو او ملت جوړولو کې سره لاسونه یو کړل، حکومت رامنځته شو، ملی شورا جوړه شوه، کابینې په کار پیل وکړ، ټاکنې تر سره شوې او ډېرې نورې چارې وشوې.
خو یوشمېر رسنیو له یوولسو کلونو راهیسې بیا هم خپل مسوولیت درک نه کړ او نه یې د یوې ملی رسنۍ په توګه تبارز وکړ. خپل ملی کولتور او فرهنګ یې له یاده وایست، پردیو کولتورونو پسې منډه کړه او د ملی ګټو خلاف کړنې په خپله تګلاره کې ځای کړې. سره له دې چې یوشمېر رسنیو په تېرو یوولسو کلونو کې په ښه توګه خپل رسالت تر سره کړ، خو ځینو رسنیو د خپلو خود غرضیو له امله ستونزو جوړولو ته پام وکړ او تل یې په خلکو د نفاق اچولو هڅې وکړې.
اوس هم چې هېواد په یوه خورا حساس پړاو کې دی، په راتلونکی کال کې به ولسمشریزې ټاکنې کېږی او هم به نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځی او هېواد به مو یوې بلې برخلیک ټاکوونکې لسیزې ته ور ننوځی، همدارنګه له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې هم خلکو سره مخ په زیاتېدو دی، یوشمېر رسنۍ له دغو ټولو مسایلو تېرېږی او په داسې خپرونو لاس پورې کوی، چې پخوانۍ زړې دښمنۍ را تازه او له ۲۰۱۴ کال وروسته وخت ته پخوانۍ ستونزې را پورته او نفاق رامنځته کړی.
دغه رسنۍ چې له ټولو ژورنالیستیکو اصولو خلاف کړنې تر سره کوی، د یوه شیطان په بڼه د نفاق اور ته لمن وهی او غواړی چې خپلې عقدیی غدې د پردیو په اشاره د ځینو داسې پروګرامونو په خپراوی سره سړې کړی، چې غواړی اوسنی دوستان یو ځل بیا د پخوا په شان دښمنان کړی.
یو مهال په افغانستان کې ستونزې وې، کورنۍ جګړه وه، ګڼې خواوې په خپلو منځونو کې سره اخته وې؛ خو د نوی حکومت په راتلو او د عمومی عفوه په اعلان سره ټول په یوه ټغر راټول شول او د رغونې تعهد یې وسپاره.
خو دا چې اوس یوشمېر پردیپاله رسنۍ د خپلو بادارانو په خوښه په هېواد کې پخوانیو مړو ایرو ته پکی وهی، دا به یوه بېځایه او ځان غولوونکې هڅه وی. ځکه افغانان له جګړو او نفاق ستړی او نور به د هیچا په دسیسو ونه غولېږی.
په کار ده چې دغه خود غرضانه او شیطان صفته رسنۍ د نفاق پر ځای ملت جوړونې، ملت رغونې او ملت ته د سیاسی پوهې او فکر ورکونې لپاره کار وکړی. همدارنګه د هېواد په مهمو ملی مسایلو بحثونه و کړی، د خپل هېواد او خلکو ملی ګټې دې تر هر څه مهمې وګڼی، د هغوی د ساتنې لپاره دې مټې را ونغاړی او ټول نړیوال ژورنالیستیکی اصول دې په خپلو خپرونو، کړنو او کارمندانو عملی کړی؛ څو په ټولنه کې یې د یوې ملی رسنۍ په توګه تبارز کړی وی او په ټولنه کې خپل حیثیت پیدا کړی.
که نه له دې هاخوا به یې دغه ډول شومې موخې کومه پایله ونه لری، ځکه د مشهورتیا لپاره جومات ته د تللو پر ځای ډېرې نورې لارې چارې هم شته چې باید پرې فکر وکړی او تر ټولو غوره هغه یې وټاکی او پرې حرکت وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.