وسله والو طالبانو د نورستان لارې بندې کړی دی‌

- ۲۶ حوت ۱۳۹۱

نورستان ولایت یوشمېر اوسېدونکی سرټکوی چې دې ولایت ته غځېدلې ټولې لارې وسله والو طالبانو د ټرافیکو پر مخ تړلی دی.
هغوی وایی، له کونړ نه تر نورستانه او له لغمان نه تر نورستانه غځېدلې لویه لاره د وسله والو په ولکه کې ده او چاته اجازه نه ورکوی، چې پرې تګ راتګ وکړی.
د نورستان د اوسېدونکیو په خبره، یوه بله لاره چې امکان پرې د تګ راتګ امکان شته هغه له نورستان ن بدخشان ته غځېدلې ستونزمنه لار ده، چې خورا اوږده، خرابه او دمګړۍ په درنو واورو پوښل شوې ده؛ له همدې امله ده چې تګ راتګ پرې نشی کېدای.
د نورستان اوسېدونکی چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، له حکومته غواړی چې ژر تر ژره دې دې ولایت ته غځېدلې لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیزی.
د نورستان د ولایتی شورا غړی ډاکټر شمس دین اصیلزاده خبریال وېبپاڼې ته ویلی، چې نورستان ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو په ولکه کې دی.
هغه وویل، چې مرکزی حکومت نورستان ته پام نه کوی او د دوی د لویو تړلو شویو لارو د خلاصون غم یې نه دی کړی.
ډاکټر اصیلزاده له امنیتی ارګانونو وغوښتل، چې دې ولایت د تړلو شویو لارو د خلاصون لپاره دې لاس په کار شی.
د نورستان امنیې قوماندانۍ سرپرست سمونوال غلام فاروق منی، چې نورستان ته ټولې غځېدلې لویې لارې د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې دی او د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی؛ خو زیاتوی، چې د کونړ په چپه دره کې طالبان شتون لری او همدا سبب دی چې نورستان لاره هم بې امنه شوې ده.
هغه وویل، د کونړ له له امنیتی چارواکیو غواړی چې د یادې ستونزې په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړی.
له دې وړاندې د نورستان والی تمیم نورستانی په وار وار ماندګار ورځپاڼې ته ویلی ول، چې نورستان ته غځېدلې لویې لارې په کونړ او لغمان و لایتونو کې وسله والو طالبانو تړلی دی او دوی په دې برخه کې د یادو دواړو ولایتونو له چارواکیو غوښتی، چې د لارو په خلاصون کې ورسره مرسته وکړی او د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړی؛ خو په وینا یې چې د کونړ او لغمان چارواکیو ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.
خو د نورستان مرستیال والی وایی، چې د دې ستونزې د ختمولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه په کار اچولی او په نېږدې راتلونکې کې به د دې لارې د پرانستې او د دولت تر ولکې لاندې راوستو کې به اړین ګامونه پورته کړی.
خو د کونړ د والی ویاند واصف الله واصفی خبریال وېبپاڼې ته وویل چې په یاده لاره یولړ امنیتی ستونزې شته. خو زیاتوی، چې تر ډېره امینتی وضعیت د نورستان په سیمه کې خراب دی.
د هغه په خبره، دوی په پام کې لری، چې د کونړ امنیتی ځواکونه په نېږدې راتلونکې کې په یادو سیمو کې یولړ عملیات ترسره کړی څو یاده لویه لاره د طالبانو له منګلو خلاصه او د دولت تر ولکې لاندې یې راولی.
د یادولو وړ ده چې نورستان ولایت ته له کونړه راتلونکې لار کې څو ځله له نورستانه تللی دولتی کارکوونکی د وسله والو طالبانو له خوا له موټرو ښکته کړل شوی او وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د نورستان چارواکیو تل پر دې ولایت د طالبانو او پاکستانیو پوځیانو د یرغل په اړه غږ پورته کړی او له مرکزی حکومت نه یې د مرستې غوښتنه کړې؛ خو په وینا یې چې هېڅکله یې هم مرکزی حکومت غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د نورستان چارواکی دغه راز وایی، چې کېدای شی د هوا په ګرمېدو سره وسله وال مخالفان پر دې ولایت خپلو بریدونو ته لا زور وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.