اروپایی پارلمان لوګر کې له زده کوونکو د جنسی استفادې په تړاو د خپلواکې څېړنې غږ کړی

/

mandegarد اروپا پارلمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتی چې په لوګر کې د ښوونځیو له ماشومانو د جنسی استفادې او ځورونې ادعاوو په اړه خپلواکه او بې طرفه څېړنه وکړی.
په پرېکړه لیک کې راغلی چې د اروپایی پارلمان غړی په افغانستان کې له ماشومانو د پراخې جنسی استفادې او پر جنسی غلامۍ خواشینی دی او له مرکزی او محلی چارواکو غواړی چې په دغه هېواد کې د بچه بازۍ دود لمنځه وړلو لپاره خپلو فعالانه اقداماتو ته دوام ورکړی.
اروپایی پارلمان ویلی: «موږ ددې خبرې په اورېدو سخت متاثره شوو چې په لوګر کې د ښوونځی له هلکانو ناوړه جنسی استفاده شوې او د بشری حقونو د مدافعانو د هڅو مخنیوی کېږی. زموږ پیغام څرګند دی، افغانستان کې بچه بازی او له هلکانو جنسی استفاده باید له منځه یوړل شی.»
په پرېکړه لیک کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوی چې د لوګر د قضیې په اړه لازم تحقیقات ترسره کړی او هغو کسانو سره چې له ماشومانو په ناوړه استفاده کې دخیل دی، قانونی چلند وکړی.
اروپایی پارلمان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په حواله ویلی چې د لوګر په لږ ترلږه شپږو ښوونځیو کې له ۱۳۶ هلکانو جنسی ناوړه استفاده شوې.
همداراز ویل شوی چې د څېړلو په لړ کې تردې مهاله ۱۰۰ ویډیوګانې پر انټرنټ موندل شوی چې لږ ترلږه اووه هلکان په کې مړه لیدل کېږی او پنځه نور د خپلو کورنیو له خوا وژل شوی.
په ورته وخت کې د افغانستان لویه څارنوالۍ د لوګر د قضیې په اړه د څېړنو پیلېدو خبره کوی. ددغې ادارې ویاند جمشېد رسولی ازادی راډیو ته وویل، دوی په خپلواک او بې طرفه ډول څېړنې مخته وړی.
ښاغلی رسولی زیاته کړه: «موږ د افغانستان خلکو، خپلو داخلی او نړیوالو ملګرو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان لویه څارنوالی ځان مکلف او مسئول ګڼی چې دا قضیه په جدی، منصفانه، عادلانه او مستقلانه ډول وارزوی. داسې کارونه په افغانی او اسلامی فرهنګ کې ځای نه لری.»
د ښوونځیو له زده کوونکو هلکانو د جنسی استفادې موضوع په داسې وخت کې راپورته شوه چې له کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بچه بازۍ په نوم له کوچنیانو جنسی استفاده کېږی.
اروپایی پارلمان همداراز د بچه بازۍ په اړه ویلی چې په کلیوالو سیمو کې د بانفوذه کسانو او ان سیاسی څېرو او د پوځ افسرانو له خوا معمولا له ۱۰ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکی هلکان له بېوزلو کورنیو اخیستل کېږی یا یرغمل کېږی، ترڅو یې په محفلونو کې په ښځینه جامو وګډوی او ترډېره له هغوی جنسی استفاده هم کېږی.
اروپایی پارلمان ویلی، هغه ماشومان چې افغانستان کې د جنسی تیری قربانیان دی او یا ترې جنسی استفاده کېږی، عدلی او قضایی ادارو ته ډېر محدود لاسرسی لری او ان داسې راپورونه هم شته کومو کسانو چې راپور ورکړی بیا قربانی شوی او یا د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوی.
په پرېکړه لیک کې د افغانستان پر حکومتی چارواکو غږ شوی چې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاره ټول ملی او نړیوال قوانین په بشپړه توګه پلی کړی او د بچه بازۍ د مخنیوی لپاره هېواد کې د عامه پوهاوی سراسری کمپاین پیل کړی.
اروپایی پارلمان له افغانستان سره اروپایی ټولنې د شویو مالی مرستو د پراخې ارزونې خبره کړې ترڅو ډاډ ترلاسه شی چې دغه پیسې د بشری حقونو د وضعیت ښه والی او ساتنې په برخه کې لګول شوی.
د بهرنیو چارو او امنیتی پالیسۍ په برخه کې د اروپایې ټولنی لوړ رتبه استازی ژوزیپ باریل پرون (ډسمبر ۱۹ مه) د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل، دا ډول جنسی ځورونې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په لیکو کې هم شته.
هغه وویل: «اروپایې ټولنه په سیستماتیک ډول دا موضوع په پام کې نیسی او د پوځ او امنیتی ځواکونو له خوا د ماشومانو د استخدام او هم له ملکی خلکو سره د سرتېرو او پولیسو چلند ته توجه کوی.»
ښاغلی باریل وویل چې دوی د افغانستان له حکومت سره مرسته کوی څو د دې پدیدې پروړاندی مبارزه وکړی.
بریتانیایۍ ورځپاڼې ګارډین تېره میاشت راپور ورکړ چې د لوګر په شپږو ښوونځیو کې تر پنځو سوو ډېر زده کوونکی هلکان له جنسی ځورونې اغېزمن شوی.
راپور کې د لوګر د مدنی ټولنې د غړو د تحقیقاتو پر بنسټ ادعا شوې وه چې هلته یوه داسې کړۍ فعالیت کوی چې د کوچنیانو په جنسی ځورونه کې لاس لری.
اروپایی پارلمان د لوګر د مدنی ټولنې دوو غړو موسی محمودی او احسان الله حمیدی چې له زده کوونکو د جنسی استفادې موضوع یې رسنیزه کړه، ستاینه کړې او د افغانستان پر حکومت یې غږ کړی چې هغوی خوندی وساتی.
ښاغلی محمودی او ښاغلی حمیدی ددغه راپور تر خپرېدو څو ورځې وروسته د ملی امنیت له خوا ونیول شول، خو دا چې په ملی او نړیواله کچه یې انتقادونه راوپارول، وروسته خوشی او د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون ته وسپارل شول.
اروپایی پارلمان د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتی چې د مدنی ټولنې ددغو غړو د خپلسری نیولو په تړاو خپلواکې او بې طرفه څېړنې وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.