افغان ځوانانو ولې “ټابلیټ که” نشه یی ګولیو ته مخه کړې؟

چهار شنبه 19 عقرب 1395/

mandegar-3د افغانستان د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې عدلی او قضایی مرکز وایی، د ځوانانو ترمنځ اوس د طبیعی نشه یی توکو پرځای د صنعتی هغو ګټه اخیستنه ډېره شوې ده.
د دود شوو صنعتی نشه یی توکو له ډلې یوه هم “ټابلیټ که” Tabletka ګولۍ دی چې ځوانان یې د خوښۍ په مراسمو کې د مستۍ او نشې لپاه کاروی.
د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مسؤولین وایی، د دغو ګولیو زیانونه او پر بدن یې ناوړه اغېزې دومره زیاتې دی چې دوی یې پر ګټې اخیستنې بندیز او سزا ټاکلو ته اړ کړل.
افغانستان کې د نشه یی توکو تولید ۴۳ سلنه ډېر شوی
افغان پولیسو د لومړی ځل لپاره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د “ټابلیټ که” دوه ګولۍ ونیولې، خو له هغه وروسته یې په ګټه اخیستو او نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغی چې په ۱۳۹۵ کال کې د نیول شوو دې ګولیو شمېر له درې زرو اوښتی دی.
د “ټابلیټ که” ګولیو په اړه د معلوماتو، ډېرېدو او د ځوانانو ترمنځ د دودېدو د عواملو د معلومولو په موخه یې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې عدلی او قضایی مرکز لابراتور ته ولاړم، ددغه لابراتوار مشر ډاکتر خالد نبی زاده و.
د “ټابلیټ که” ناوړه اغېز
له ده سره په خبرو بوخت وم چې زنګ ورته راغی او ورته وویل شول چې د کابل په هوایی ډګر کې د صنعتی نشه یی توکو یو قاچاق وړونکی نیول شوی.
ډاکټر نبی زاده راته د “ټابلیټ که” د زیانونو او پر بدن یې د ناوړه اغېزو په اړه هم معلومات راکړل
“د ټابلیټ که ګولۍ خوب او اشتها کموی، که څوک یې دوه درې ځله وخوری، پرې روږدی کېږی، کله چې یې خوړل دوامداره شی، پر عصبی سیستم اغېز کوی او د انسان فزیکی څېره بدلوی، ځینې وخت یې کاروونکی ډیر کلک غورځی، ان د ځان وژنې هڅه کوی، په ایران کې یوه کس موټر نه ځان ښکته اچولی و، کله چې ډاکټرانو معاینه کړ، په وجود کې یې د همدې ګولۍ پاته شوی لیدل شوی وو.”
مور خپل ماشومان په نشه یی توکو اراموی
د دوی د معلوماتو له مخې، د “ټابلیټ که” د یوې ګولۍ بیه لومړی د پنځوس ډالرو په شاوخوا کې وه، خو اوس د زرو او دولس سوه افغانیانو په بدل کې پلورل کېږی.
یوه ځوان د نوم نه ښودو په شرط بی بی سی ته وویل، د “ټابلیټ که” ګټه اخیستنه ځکه زیاته شوې چې د نورو نشه یی توکو په پرتله اسانه پیدا کېږی، د خوړلو پر مهال یې خوله لکه د شرابو د کارونو په څېر بوی نه کوی او د پولیسو له سترګو هم په اسانه پټېدای شی:

“ما یوځل دا ګولۍ وخوړه، لس دقیقې وروسته مې وجود ډېر سوړ شو، دوه درې کمپلې مې په ځان واچولې، دغه حالت درې ساعته دوام وکړ، خو تود نه شوم، وروسته مې تر اتو نهو ساعتونو پورې دا احساس نه کاوه چې زه عادی حالت کې یم، قاچاق وړونکی دغه ګولۍ راوړی، دلته یې خرڅوی او خلک ورته لاسرسی پیدا کوی او کاروی یې.”
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې عدلی او قضایی مرکز ویاند خالد موحد وایی، د “ټابلیټ که” نه ډېرې ګټه اخیستنې او د دغو ګولیو ناوړه زیانونو دوی د داسې طرحې جوړولو ته اړل کړل چې په تصویبېدو سره به یې د “ټابلیټ که” ګټه اخیستنه جرم وپېژندل شی.
پر دې ګولیو سربېره، د “شیشې” په نوم نورصنعتی نشه یی مواد هم یوشمېر ځوانان کاروی چې هغه هم د “ټابلیټ که” په څېر زیانونه لری، خو دا توکی بیا تر ډېره له ایران او پاکستانه افغانستان ته راځی.
نشه یی توکی ماغزه پڅوی
د افغانستان په قوانینو کې د شرابو، چرسو، پوډرو، تریاکو او نورو نشه یی توکو پر ګټې اخیستنې او لېږد رالېږد هم بندیز لګېدلی، خو لیدل کېږی چې په څرګنده دغه مواد هم حتی په پارکونو او مېله ځایونو کې کارول کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.