بازمحمد احمدی: د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی لپاره لوی عملیات پیلېږی

چهار شنبه 17 قوس 1395/

mandegar-3د کورنیو چارو وزارت د نشه یی موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایی چې د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د سترو عملیاتو پلان لری.
یاد وزارت وایی چې له نړیوالې ټولنې یې غوښتی تر څو د نشه یې توکو په وړاندې د دې ادارې ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړی.
سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دغې پدیدې په پرتله د خپلو ځواکونو شمېر کم ګڼی، خو وایی چې په روان کال کې یې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړی دی.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدی د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په روان کال کې یې سلګونه ټنه نشه یې مواد او لسګونه قاچاقبر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیولی دی.
ښاغلی احمدی وایی چې افغان حکومت د نشه یې موادو د قاچاق پر وړاندې د سترو عملیاتو پلان لری.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ ستر عملیاتی پلانونه او پروګرامونه په پلان کې لرو، منی او ژمی د پروسس وختونه دی او د ژمې په پای کې بیا د مخدره موادو قاچاق او ترافیک ډېرېږی چې موږ په دې برخه کې ستر اهداف لرو.”
ښاغلی احمدی وایی، په دې وروستیو کې یې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د نشه یې موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو خپلواک عملیات کړی او ۶۱ټنه چرس یې نیولی دی.
نوموړی وایی چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې ۲۴۴ عملیات کړی، خو دا هم منی چې ناامنیو او ځینو نورو ستونزو یې پر کارونو اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ازادی راډیو یو څېړنیز راپور ښیی چې نشه یې موادو او په کابل ښار کې د هغوی مرکزونو ته رسېدل اسانه دی تر دې چې امنیتی ځواکونه یې هم پر وړاندې د درېدو په برخه کې پاتې راغلی دی.
افغانستان د نشه یې موادو په ډېر تولید کې نړیوال ریکارډ لری او دې موضوع په نړیواله کچه هم ځینې اندېښنې راپارولی دی.
دا هېواد د نشه یی توکو سره د څنګه مبارزې او د هغې د کموالی په برخه کې سږ کال د سیمې هېوادونو د یوې غونډې کوربه هم و.
د دې غونډې ګډونکونکو نشه یې مواد د افغانستان او سیمې لپاره جدی خطر یاد کړ او د هغې سره د مبارزې په برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر وایی، نشه یې توکی په لویه ستونزه بدل شوی او په یوازې توګه افغانستان یې د ختمولو توان نه لری.
نوموړی زیاته کړه:
“تر هغه وخته چې د سیمې د هېوادونو مرسته او په دې برخه کې ګډې هڅې ونه لرو افغانستان په یوازې ځان په دې ستونزې د کابو کولو وړتیا نه لری ځکه چې ډېرې ذخېرې په پولو او له افغانستان څخه د باندې دی چې په هغو ځایونو کې امنیت نشته، قانون نشته نو ځکه دولت نشی کولای یوازې دا مبارزه مخ ته یوسی.”
دا په داسې حال کې ده چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم پر سیمه ییزه همکاری ټینګار کوی او له نړیوالې ټولنې بیا د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا او لا تجهیز غوښتنه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.