حساب ورکوم، حساب غواړم!

حمید حمید/

mandegarد ټېلیفون د کرېډېټ کارتونو غلا مو دربښلې ده؛
د آغلې رولاغنی د پروموټ او غیر پروموټ د یوې روپۍ حساب هم درنه نه غواړو؛
د خطیب العالمی شرکت پینځه کلن ټول قردادونه دې هم ستا د نمسیانو او کړوسیانو ژوند در جوړ کړی؛
د تدارکاتو د کمېټې د مشرۍ پینځه کلن فساد دې هم د ولسمشرۍ امتیاز شه؛
دا چې په سلګونو میلیونه ډالر دې د ارګ حمایوی ادارې ته د تصویب شوې بودجې پر خلاف ولېږدول او د تدارکاتی پروسې میکانیزم نه دې هم استثناء کړل، پروا نلری؛ کېدای شی د کمپاین درې سوه میلیونه ډالرو دې کفایت نه کاوۀ.
د واحدې منبع ټولو قردادونو نه دې هم درتېر یو چې د فساد بویونه یې دماغ سوزوی.
هغه پیسې دې هم ستا د غلو سر وخوری چې د ځینو نورو له خوا پی ټی اېم سره مرسته شوې وې او هلته په ارګ کې غلا شوې، ترکیه کې پرې کورونه واخېستل شول.
مګر؛
– آیا د جوازخان د هغه همت تاوان ورکولای شې چې په تېرو ټاکنو کې یې د خپلې ځوانیمرګې لور جنازه پټه وساتله، د دې لپاره چې ستا په رایو کې کمی رانه شی؟! ایا هغه هر څه دې معامله نه کړل؟ د اساسی قانون پر سر دې معامله ونه کړه؟!
– ته دومره راته ووایه! آیا ستا دا ټوله پاچاهی د هغو دنګو ځوانیو د یوه تار وېښته ارزښت هم درلود چې تا یوازې څلورو کلونو کې ۴۵۰۰۰ اور ته واچول او بیا دې حتی د شهید کلمه هم ورته ونه کاروله؟!
– ته به په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې د هغو ټپیانو حساب راکړې چې ستا ملګرو پرې بمونه واچول او ویې وژل؟ حتی ستا بهرنیو ملګرو کې دومره وجدان پیدا شو چې بښنه یې وغوښته، مګر تا تر پایه ترورېستان وبلل.
– ته به د وطن د کوم ماشوم، ښځې، ځوان، زاړه حساب راکړې چې یا ستا یا دې د متحد بمبارۍ کې ووژل شول؛ د کندز؟ د کنړ؟ د زرمت؟ د غزنی؟ د بغلان؟ د ارزګان؟ د کوم یوه حساب راکولای شې؟
– د وطن په تاریخ کې د افغانې مېرمنې عزت او احترام ساتل شوی و، ته د هلمند او وردګو ولایت د هغو معصومو ښځو د حیا د پړونی حساب راکولای شې چې تا یې ماشومان په نیمو شپو کې ترې واخېستل او د ټولو ملی او بشری قوانینو خلاف دې زندانونو کې واچولې، د هغو حساب درسره شته؟
– افغانې ښځې په یو عالم کړاوونو او مصیبتونو کې زده کړې وکړې، ځانونه یې په معیارونو برابر کړل؛ خو، ستا د حکومت ځینو هوس پرستو د هغوی د ذهنونو پر ځای د هغو مخونو ته وکتل، ستا اداره یې دومره بدنامه او ناولې کړه چې نړیوالو رسنیو پرې رپوټونه جوړ کړل، اوس هغوی د دې وطن کادری سرمایه ده، خو ستا په بې عزته اداره کې که کار کوی، زړه کې به یې اندېښنه وی چې خلک به پرې څه ډول قضاوت کوی؟ که یې نه کوی، توله خواری یې په اوبو لاهو شوه. که افغانه ښځه د خپل زوی، لور، خاوند، ورور، پلار او د ځیګر د نورو ټوټو له وینو درتېره شی، دا حساب ورکولای شې؟!
– که پښتون نور هېڅ حساب درسره ونه کړی، د خپل د ټکټ هغه غړی کړنو حساب دې ورکولای شې چې د پښتنو په کورونو او ناموس یې په نیمه شپه د خړو موزو خاوندان وروستل؟ د ملی امنیت اداره د هغه د واکمنۍ پر مهال پښتنو لپاره داسې وه، لکه فلسطینیانو ته د اسرائیلو بند خونې، بګرام، پلچرخی او ګوانتانامو یوازې د دې لپاره پرې ډکېدې چې خدای ج پښتانه پیدا کړی دی، آیا د دې حساب ورکولای شې؟!
– ته دې د خپل د دې سیاست حساب ورکولای شې چې په ارګ کې دې د پاتې کېدو لپاره د دې ملت بقا راز (سولې) سره په ټول توان دښمنی وکړه او لا لګیا یې؟!
واقعیت دا دی چې ته د هېڅ شی حساب نه شې ورکولای، خو؛ واکمن یې، حساب اخلې.
خبره واضح ده؛ د دې ملت ته بدې راځې او ستا دا ملت بدې راځی، مګر؛ ارګ ستا دی، بیت المال باندې ته واکمن یې. د درغلیو د لارې به نهایی کوښښ وکړې چې ظواهر ستا په نفع تمام شی. دروغو او په سترګو ننوتلو هنر خو خدای ج داسې درکړی چې په دې استعداد دې هېڅوک سترګې نه شې پټولی، بیا به چیغې وهې:
سر قوماندان اعلی یم، ولسمشر یم.
خو؛ باور مې نه راځی چې دا ځل دې دا خوب رښتیا شی، کوم طوفان چې را الوتی، ستا د واکمنۍ د کېږدۍ مراندې یې شلولی، ډېر ژر به واورې او باران ته پاتې شې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.