د افغانستان اوبه او د پاکستان زهــر

نجیب منلی/ یک شنبه 11 قوس 1397/

دویمه او وروستی برخه/

– د کابل د سیند اصلی حوزه
د کابل د سیند د اوبو اصلی حوزه شاوخوا ۶۰۰۰۰ مربع کیلومتره ده. د کابل سیند له کابل ښاره شاوخوا سل کیلومتره لېرې د اونۍ له غاښی سرچینه اخلی، د لوګر سیند، د پنجشېر سیند، د لغمان سیندونه (الیشنګ او الینګار) او د کونړ سیند یې عمده مرستیالان دی. د کابل سیند د اوبو حوزه تقریباً د افغانستان پر ۹ سلنه ځمکه پرته ده او د هېواد شاوخوا څلوېښت په سلو کې نفوس په کې راټول دی (د نفوسو تراکم په دې حوزه کې په هر کیلومتر مربع کې تر ۹۳ پورته دی)
mandegarد کابل د سیند مسیر پر دریو مهمو برخو وېشل کېدای شی:
الف: برنۍ برخه چې له پغمانه تر پل چرخی پورې د کابل د استوګنې ساحه په کې شامله ده. د دې فرعی حوزې تقریباً ټولې اوبه (دمیدان، پغمان، قرغې او لوګر اوبه) ځای پر ځای – یوه برخه د سیمه ییزې کرنې له پاره او یوه برخه د کابل د ښار او شاوخوا سیمو د څښاک له پاره – مصرفېږی، یوازې د موسمی اورښتونو پر مهال یو مقدار اوبه ښکته ځی.
په دې ساحه کې د اوبو د مدیریت هر ډول تاسیسات چې را منځ ته کېږی د سیند په ښکتنیو برخو باندې منفی اغیز نه شی درلودای. د شاه توت بند په همدغه ډول تاسیساتو کې راځی.
بر عکس که په دې ساحه کې لازم تاسیسات جوړ شی نو کولای شی چې د اوبو د بهیر د موسمی تغییراتو په کنټرول او د سیلاوونو د تخریباتو په مخنیوی کې مرسته وکړی.
په چارآسیا کې د شاه توت بند له همدغو تاسیساتو څخه یو دی چې له پل چرخی ښکته د اوبو پر مجموعی مقدار خاصه اغیزه نه شی درلودای.
همدا راز د شمالی په ډنډ کې د پروان کانال یو مقدار اوبه د پنجشېر له اصلی بهیر څخه راګرزوی. امکان لری چې د دغو اوبو یوه برخه په راتلونکی کې د کابل تر ښاره راورسېږی او د ښار دننه د کابل سیند تغذیه کړی.
په شکردره کې د شاه و عروس بند هم د کرنې او هم د کابل د څښاک د اوبو د تأمین په موخه شاوخوا یو سل او اتیا زره مکعب متره اوبه زېرمه کوی.
د سیند دبهیر په دې برخه کې د انرژۍ د تولید مهم بنسټ د ماهیپر د برېښنا بند دی چې ټولې اوبه یې د برېښنا له تولید وروسته د سیند اصلی بهیر ته لوېږی.
ب: منځنۍ برخه چې د کابل او ډرونټې تر منځه پرته ده. په نغلو کې د پنجشېر سیند او له ډرونټې سره د لغمان سیندونه د کابل له سیند له اصلی بهیر سره یو ځای کېږی. د نغلو د برېښنا بند، د سروبی د برېښنا بند او د ډرونټې د برېښنا بند هغه عمده تاسیسات دی چې د سیند پر دې برخه رغېدلی دی. په سروبی کې د یو بل برېښناکوټ رغول هم د دولت په کاری پلانونو کې شامل دی. دلته له اوبو څخه یوازې د انرژی د تولید په موخه کار اخیستل کېدای شی ځکه چې د ورېښمین تنګی په اوږدو کې د کرنې وړ ځمکې نه شته. که له ورېښمین تنګی وروسته د لغمان د کڅونو د خړوبولو له پاره تاسیسات ایجاد هم شی، د سیند د اوبو پر عمومی رژیم د پام وړ اثر نه شی ښندلای.
د پنجشېر د سیند فرعی حوزه پر ۱۳۰۰۰ مربع کیلومترو پرته ده. د دې حوزې د کرنیزو ځمکو مجموعه تر ۱۳۰۰ مربع کیلومترو کمه ده چې شاوخوا نهه سوه مربع کیلومتره یې له پخوا راهیسې خړوبېږی. که د پنجشېر او غوربند پر سین د اوبو د مدیریت تاسیسات جوړ شی نو په نغلو کې د دغه سیند پر جریان ډېر کم اغیز ښندلای شی.
ج – د کابل سیند ښکتنۍ برخه: د پنجشېر او لغمان اوبه تقریباً ټولې د ډرونټې تر بنده رسېږی. په ډرونټه کې د ننګرهار کانال یو مقدار اوبه د سیند له اصلی بهیر څخه اړوی. له جلال اباد سره د کونړ سیند هم د کابل له سیند سره یو ځای کېږی.
د کونړ د سیند فرعی حوزه ۱۱۶۰۰ کیلومتره مربع ده. له دې جملې یوازې نهه سوه مربع کیلومتره ځمکه تر کرنې لاندې راتلای شی. د کونړ د سیند تر ټولو لوړ اقتصادی ارزښت د برېښنا په تولید کې دی چې تر ۲۲۰۰ میګاواټو زیات ظرفیت لری
د کونړ پر سیند د اوبو د زېرمه کولو تاسیسات به د کابل سیند په ښکتنۍ برخه (پښتونخوا) کې د سېلاوونو په مدیریت کې خورا ګټور ثابت شی.

له پاکستان سره د اوبو وېش
د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې تر اوسه د اوبو پر موضوع رسمی خبرې اترې نه دی شوی. د ۲۰۱۳ کال په اګست کې د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د پاکستان د مالیې وزیر ښاغلی محمد اسحق ډار د کونړ پر سیند د برېښنا د یو سترې پروژې د ګډ کار خبره وکړه چې تر هغې وروسته نه افغانستان او نه پاکستان دا موضوع تعقیب کړې ده.
که د کابل د اوبو د حوزې طبیعی جوړښت ته وګورو، پاکستان له افغانستان سره نه اوس د اوبو پر سر کومه ستونزه لری او نه یې په راتلونکې کې پیدا کولای شی. که افغانستان د کابل سیند د اوبو له حوزې څخه اعظمی استفاده هم وکړی له ډیورنډ کرښې د اووښتونکو اوبو په مقدار کې د پام وړ توپیر نه شی راتلای.
بالمقابل، که چېرې افغانستان او پاکستان د خپلو ګډو اقتصادی منافعو له پاره د کرښې دواړو لوریو ته د اوبو او ځنګلونو پر مدیریت په ګډه کار وکړی، د شتو امکاناتو په کارولو کې سره همکاری وکړی نو ګټه به یې د کرښې د دواړو غاړو ولسونو ته ورسېږی.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوبو مدیریت کېدای شی د نړۍوالو همکاریو یو فوق العاده اغیزمن موډل هم واوسی. د کابل د اوبو پر حوزه که د انرژی د تولید تاسیسات رغېږی نو دواړه هېوادونه ترې ګټه اخیستلای شی. سر بېره پر دې، که د کابل د اوبو په برنۍ برخه کې د طبیعی آفاتو، د چاپېریال د ککړتیا او د ژواک د چاپېریال د تخریب مخه نیول کېږی نو هماغومره یې د دې حوزې د ښکتنۍ برخې اوسېدونکی هم له ښو نتایجو برخه من کېږی.
دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه وی چې – له نورو اختلافاتو سره سره – دواړه دولتونه سره د اوبو او د ژواک د چاپېریال په سالم مدیریت کې همکاری وکړی.

سیاسی لوبې او زهرپاشنې
افغان سیاستوال عموماً د کونړ پر سیند او په مجموع کې د کابل د اوبو د حوزې د مدیریت په برخه کې خپله ناغېړی د پاکستان د لاسوهنې په پلمه توجیه کوی. پاکستانی سیاستوال هم هڅه کوی چې په افغانستان کې د خپلو ناوړه سیاستونو د توجیه له پاره له کرښې اخوا ولسونو او عامه افکارو ته د پاکستان پر طبیعی سرچینو د هند د برلاسی کېدو ډار تلقین کړی.
پاکستانی مطبوعات، سیاسیون او استخباراتی کړۍ د پاکستان سیاسی، اقتصادی او امنیتی مشکلاتو کې د افغانستان پر نقش ځکه ډېر ټینګار کوی چې د پاکستان سیاسی بقا په بهرنی ګواښ کې وینی. د پاکستان د ایجاد له وخته تر دې دمه، د پاکستان دولت هڅه کړې چې په خپل ګاونډ کې بې ثباتی رامنځ ته کړی، له ګاونډیو هېوادونو او ولسونو سره، په یو ډول نه یو ډول، د تخاصم فضا ګرمه وساتی چې په کور دننه د بېلابېلو قومونو د حق غوښتنې تمایلات کنټرول کړی. له همدې امله، سره له دې چې د پاکستان دولت عملاً د اوبو د مسئلې پر سر د خبرو اړتیا هېڅکله نه ده احساس کړې په غیر مستقیم ډول پر خپلو طبیعی زېرمو او سرچینو د افغانستان برلاسی د خپل داخلی امنیت له پاره ګواښ ګڼی.
دا چې پاکستانی مطبوعات او د هغوی تر شا فعال استخباراتی لاسونه د کورنیو عامه افکارو د بوخت ساتلو په موخه په افغانستان کې هر اقتصادی پرمختګ او د هرې زېربنایی پروژې پلی کېدل د پاکستان پر سیمه ییز امنیت د هند د نادوستانه برید په توګه معرفی کوی د پاکستان د اویا کلن تاریخ یوه ثابته مشخصه ده.
د دې تبلیغاتو د ناریښتینوالی د ثابتولو له پاره دغه یوه ټکی ته اشاره کافی ده چې پاکستان له ټولو دښمنیو سره سره دې ته حاضر دی چې په کشمیر کې له هند سره د اوبو د وېش له پاره دوه اړخیزه همکاری وکړی خو په افغانستان کې یوه خورا کوچنۍ پروژه د شکونو په یو پراخ جال کې پوښی.
له بده مرغه په افغانستان کې د عامه افکارو جوړوونکې کړۍ (کورنی مطبوعات او په کورنیو مطبوعاتو کې فعال کارپوهان) د هېواد دننه واقعیتونو په اړه کره، مستند مالومات نه لری، یا یې د لاس ته راوړلو هڅه نه کوی، نو تر ډېره بریده پر بهرنیو سرچینو تکیه کوی. د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په ارتباط، بهرنۍ سرچینې هم د افغانی واقعیتونو په پرتله د استخباراتی کړیو – او په خاص ډول د پاکستانی استخباراتو – له خوا د خپرېدونکو مالوماتو اخیستلو ته ډېر تمایل لری.
هغه زهر چې پاکستانی استخاراتی حلقات یې د خپلو لنډمهالو تاکتیکی ګټو له پاره د پاکستانی او نړۍوالو مطبوعاتو له لارې خپروی او هڅه کوی د افغانستان او هند پر همکاریو د شک څادر وغوړوی، په اوږده مهال کې د کرښې د دواړوو خواوو د ولسونو په تاوان دی.
بیا هم پاکستانی استخباراتی کړۍ کېدای شی د یوې تاکتیکی حربې د درلودلو په خاطر دغه زهر پاشنې په خپله ګټه وبولی خو په افغانستان کې مطبوعاتی فعالین د مالوماتو د نشتوالی له امله په غیر شعوری ډول د همدغو زهرو د بیا خپرولو له لارې د خپل هېواد منافعو ته ضرر رسوی.
د روانی جګړې یو محوری ټکی هم همدا دی چې په خلکو کې داسې ذهنیت ایجاد شی چې مثبتو او رغوونکو اقداماتو ته هم د شک په سترګه وګوری. اوبه، د یوې حیاتی طبیعی شتمنۍ په صفت، د هر چا له پاره مهمه او حساسه موضوع ده. که له کرښې اخوا وګړو ته دا احساس ورکړ شی چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت هر بری د هند او پاکستان په مقابله کې د هند په ګټه تمامېږی نو هغه خلک که له افغانستان سره خواخوږی هم ولری د هند سره د دښمنۍ په خاطر د افغانستان د مشروعو منافعو قربانول ورته ستونزمن نه برېښی.
په کور دننه هم، که د افغانستان وګړو ته دا شک پیدا شی چې د افغانستان د اوبو مدیریت د پاکستان له پاره ګواښ بلل کېدای شی نو د ځوابی اقداماتو له وېرې ممکن د دغه ډول رغنیزو پروژو ناکامېدل ورته یوه لازمه قربانی ښکاره شی.
د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د اوبو د مسئلې ابعاد او په دې اړه د وضاحتونو ایجادول د پاکستان له خوا په افغانستان کې د پلان شوې روانې جګړې سره د مقابلې یوه ارزښتمنه وسیله ده.
افغانی مطبوعاتو ته په کار ده چې د ځمکنیو واقعیتونو د دقیقې څېړنې له لارې د هېواد د دښمنانو په لاس له خپلې خوښې پرته د افغانستان د منافعو پر ضد ونه کارول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.