د افغانستان د ملی امنیت شورا: مـوږ ته ملکـی تلفـات د منـلو نـه دی

/

mandegarپه داسې حال کې چې د میدان وردګ ولایت ځایی اوسېدونکې د دولتی ځواکونو په عملیاتو کې د بې ګناه خلکو د وژلو ادعا کوی، د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی چې د ملکی تلفاتو د کمولو لپاره د هوایی ځواکونو ظرفیت لوړ شوی او د پوځی عملیاتو تر پیل مخکې د معلوماتو د راغونډولو لپاره نوی اقدامات پلی کېږی.
د افغانستان د امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ازادی راډیو ته وویل: «موږ ته ملکی تلفات د منلو وړ نه دی، د افغانستان دولت تل هڅه کوی چې د ملکی تلفاتو مخنیوی وشی.»
خو احمدزی احمدی چې په میدان وردګ ولایت کې د مدنی ټولنې غړی دی، پرون د اکټوبر په ۱۷مه ازادی راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه یې دوه خوریونه په نرخ ولسوالۍ کې د دولتی ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
احمدزی احمدی وویل: «د نرخ ولسوالۍ په صد مرده کلی کې ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل چې ۷ بې ګناه خلک په کې شهیدان شول، دوه زما د خور زامن وو، یو د کندهار پوهنتون محصل و، بل په دولت کې کار کاوه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مامور و.»د میدان وردګ ولایت ویاند محب الله شریفزی بېګا ازادی راډیو ته وویل چې یو پلاوی ټاکل شوی چې په نرخ کې د ملکی تلفاتو ادعاوې وڅېړی.
خو د میدان وردګ ولایت ویاند محب الله شریفزی بېګا ازادی راډیو ته بیا وویل چې یو پلاوی ټاکل شوی چې په نرخ کې د ملکی تلفاتو دغه ادعاوې وڅېړی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازی دفتر یوناما هم پرون د اکټوبر په ۱۷مه په یوه رپوټ کې د ملکی تلفاتو د بې ساری لوړېدو خبر ورکړ.
یوناما وویل چې سږکال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر دېرشمې نېټې د حکومت پلوو ځواکونو په عملیاتو کې ملکی تلفات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ فیصده زیات شوی دی.
د یوناما په رپوټ کې ویل شوی چې د روان کال په درېیو میاشتو (جولای، اګست، سپټمبر) کې ۴۳۱۳ ملکی افغانان په جګړه کې وژل شوی یا زخمیان شوی دی.
یوناما ویلی چې دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ملکی تلفاتو کې ۴۲ فیصده زیاتوالی څرګندوی.
یوناما ویلی، د روان میلادی کال په نهو میاشتو کې ې ۲۵۶۳ تنه وژل شوی چې ۲۶۱ ښځې او ۶۳۱ ماشومان په کې شامل وو.
په همدې موده کې ۵۶۷۶ تنه ټپیان شوی هم دی.
د رپوټ په حواله، ډېر ملکی خلک په انتحاری او غیر انتحاری حملو کې وژل شوی دی.
د پیاده جګړې له امله ۲۹ فیصده او په هوایی حملو کې ۱۱ فیصده ملکی وګړی وژل شوی او زخمیان شوی دی.
د یوناما په رپوټ کې ویل شوی چې ۶۲ فیصده ملکی تلفات د حکومت ضد ځواکونو په حملو کې پېښ شوی دی.
اخوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفی کوی، په یوه بیان کې چې پر ټوېټر ېې خپور کړی، د یوناما رپوټ نیمګړی او یو اړخیز بللی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.