د برېښنایی تذکرو د کړکیچ ترشا سیاسی موخې

نصرت الله حقپال/ شنبه 22 ثور 1397/

mandegar-3ولسمشر اشرف غنی د روان ۱۳۹۷کال د غویی په ۱۳مه نیټه برېښنایی تذکره ترلاسه او په دې توګه یې رسماً د دغو تذکرو د ویش لړۍ پیل کړه. که څه هم چې دغه لړۍ تیر کال د سلواغې په ۲۶مه نیټه د ولسمشر غنی او لومړۍ میرمنې په بایومتریک کیدو سره پیل شوه، خو د اجرایه ریاست د مخالفت او نورو پټو دلایلو له مخې په ټپه ودریده.
له پورته ګام سره سم، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند په شمول ډیری غیر پښتون قومی احزابو او سیاستوالو توند غبرګون وښود او په برښنایې تذکرو کې یې د ملت توری په وړاندې د افغان له کلمې سره مخالفت وښود او دغه کلمه یې د یو ځانګړی قوم پورې تړلې وبلله چې د ټولو قومونو د هویت ښکارندویی نه شی کولی.
برښنایی پیژندپاڼه یا تذکره په معاصره نړۍ کې یو له معمولو او عادی مسئلو څخه ده چې ډیری پرمختللی هیوادونه د خپل ولس د ښه او دقیق ثبت او شمېرنې، له هر ډول فساد سره د مبارزې، د جنایی او ترهګری جنایاتو د مخنیوی، په ټاکنو کې د روڼتیا او ډېرو نورو مسایلو کې خورا مثبت نقش لری چې د همدې مثبتو او ګټورو موضوعاتو په نظر کې نیولو سره، دغه ډول پیژندپاڼو ته په نوره نړۍ کې لا ډیر پخوا مخه شوې ده.
که له ډیر وړاندې تاریخ څخه تیر شو، نو افغانستان د ۲۰۰۱ز کال او د سپټمبر له پیښې څخه بیا تر نن پورې چې د امریکا او ناټو په مټ نوی حکومت رامنځ ته شوی دی او اوس یې دا دی ۱۷ کاله پوره شول، له ډول ډول امنیتی، سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او سیمه ییزو کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی چې د وتلو د لارې څرک یې هم نه تر سترګو کیږی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ز کال د راپور له مخې، په یاد کال کې د ۱۰۵۰۰ تنو په شاوخوا کې افغانان ټپی یا وژل شوی دی.
د ولسمشر اشرف غنی په خبره چې په هرو درې افغانانو کې، یو تن یې د شپې وږی ویده کیږی. خو نن (د غویی په ۱۶مه) د افغانستان د احصایې مرکزی ادارې او اقتصاد وزارت اعلان وکړ چې د فقر او بې وزلی کچه ۵۴،۵ سلنې ته رسیدلې ده او د ولس تر نیمایی ډیره برخه د میاشتې تر ۲۰۶۰ افغانیو (۳۰ امریکایی ډلر) کم عاید لری. که څه هم چې دغه ارقام دقیق نه دی او د تائید په هکله یې شک او تردید ډیر زیات دی، ځکه چې د فقر او بې وزلۍ کچه تر دې ډیره لوړه ده چې حکومتی او غیر حکومتی ادارې یې په ګوته کوی. د راپورونو له مخې، یو څلورم (۴) بست چې کله اعلان شی، نو تر ۵۰۰ تنو پورې هم کله کله ځانونه ورته نوماندوی، چې د ډیر لوړ او ژور فقر او بې وزلۍ لوی بېلګه ده.
په کور دننه سیاسی بې ثباتی او نفاق تر دې کچې لوړ شوی چې که د بهرنیانو ویره نه وی، نو هره شیبه د ملی یووالی د حکومت ړنګیدل یقینی خبره ده. په حکومت کې شامل او له حکومت څخه بهر افغان مشران ( له توپیر پرته چې کوم قوم او سمت پورې تړلی دی) په داسې یو فکری انحطاط او ګرداب کې را ګیر دی چې له خپلو شخصی او فامیلی ګټو او قدرت څخه بل هیڅ شی نه وینی او نه یې اوری. دغه رهبران د خپلو شخصی او کورنیو ګټو او قدرت په خاطر، له هرې ممکنې مشروع او نامشروع وسیلې او لارې چارې څخه کار اخلی او توجیه کوی یې.
په بریښنایی تذکرو کې د افغان کلمې او د قومیت لیکلو په سر لانجه د پورته ادعاوو ستره بېلګه ده. هغه پښتانه مشران چې په تذکرو کې د افغان کلمې د شتون او د قومیت لیکلو پلوی کوی او وایې چې دا د ملی هویت ښارندویی کوی؛ په حقیقت کې دوی ته دا مسئله دومره مهمه خبره نه ده، بلکې غواړی چې له دې لارې خپل قدرت او اغیز په پښتنو کې ډیر کړی تر څو په راتلونکو ټاکنو کې بری او ملاتړ ترلاسه کړی، دوی له دغې مسئلې څخه د ټاکنیز کمپاین به توګه کار اخلی. که دوی د پښتنو په غم کې ریښتیا وای، نو هره ورځ چې د پښتنو ولسونو وینې لکه د اوبو په شان بهیږی، نو د هغو د دریدو ریښتنې هڅه دې وکړی، هغوی ته دې د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو ګامونه پورته کړی چې د پاکستان، ایران او اروپایی هیوادونو ته یوې مړۍ دوډۍ د پیدا کولو لپاره په خطرناکو لارو ځی او د یادو هیوادونو زندانو ترې ډک دی.
په ورته وخت کې، هغه تاجک، هزاره او ازبک سیاستوال او مشران چې د افغان له کلمې او د قوم لیکلو سره مخالفت کوی او ښیی چې دا د یادو قومونو د هویت مسخ کول دی؛ په خپله ادعا کې صادق او ریښتینی نه دی. دوی په واقعیت کې د تاجک، هزاره او ازبک په غم کې نه دی، دوی د خپل قدرت او نفوذ غم اخیستی دی. دغه مشران غواړی له دې مسئلې د خپل قوم په منځ کې د ټاکنیز کمپاین په توګه کار واخلی او راتلونکو ټاکنو کې پراخ قومی ملاتړ ترلاسه کړی او حتی یو له بل سره په سیالۍ کې دی چې کوم یو به یې ډیر په دې مسابقه کې مخته شی. خو که په همدغه وخت کې دوی ته، له کوم لوری څخه تر دې ستر امتیاز برابر شی، نو بیا به وګورې چې چوپه خوله شی او بیا به نه تاجک مطرح وی، نه هزاره، نه ازبک او نه هم د هویت مسخ.
له بده مرغه، کومې شومې او ناوړه پایلې چې په برېښنایی تذکرو کې د افغان کلمې او د قوم لیکلو په سر د سیاستوالو او مشرانو ناوړه کړنو او ویناوو رامنځ ته کړی، ډیرې خطرناکې او جدی دی. عام ولس په دې نه پوهیږی او یا کم پوهیږی چې د دوی مشران د برېښنایی تذکرو له مسئلې څځه سیاسی استفاده کوی او خپل قدرت او ملاتړ ډیروی، نه داچې د دوی په غم کې دی. په ولس کې د تعصب او تبعیض فضا دومره خوره شوې چې میرمنه او خاوند یې په خپلو کې سره دښمن کړل، د هغوی ژوند یې تریخ کړی او حتی د جلاوالی تر کچې هم رسیدلی دی. په دولتی او نادولتی ادارو کې یې ډیر نږدې او صمیمی همکاران سره په اخو ډب اچولی، چا یو اړخ نیولی او چا بل، څوک الف په حق ګڼی او څوک ب… په داسې حال کې چې دغه همکاران تر دې وړاندې کلک ملګری او دوستان وو.
د یادې قضیې یوازې کورنۍ لوری نه دی، بهرنی اړخ هم لری. با خبره افراد او اشخاص پوهیږی چې د افغانستان مهم او استخبارتی معلومات لومړی امریکایانو ته ورکول کیږی، بیا هند، پاکستان، ایران او په آخر کې، که لازم وو، د حکومت مشرتابه ته ور کول کیږی. د برېښنایی تذکرو اصلی او مرکزی ډیټابیس کنټرول او مدیریت به د امریکایانو په لاس کې وی، هر ډول یې چې غوښتل کار به ترې اخلی. افغانان به یوازې د مامورینو او اجرایوی کسانو نقش لری، امریکایی استخبارات او سیاستوال به چې د هر افغان په اړه څه غوښتل هغه به کوی. که یې څوک نیول، زندان کول، معلومات یې په اړه را جمع کول، ارتباطات یې ورته پیدا کول او … نو په ډیره آسانۍ او له هر ډول مصرف او زحمت پرته به یې د برېښنایی تذکرو له ډیټابیس څخه تر لاسه کوی، څوک به ورته و وایی چې دا ولې؟
د پایلې په توګه، په خپل میړنی ولس غږ کوم چې د برېښنایی تذکرو په مسئله کې د سیاستوالو او رهبرانو د شومو پټو موخو ښکار نه شی او خپله ورورولی او خپلولی هیڅ کله هم ټکنۍ نه کړی، پښتانه، تاجکان، ازبک، هزاره او … ټول سره وروڼه او یو بدن دی. بریښنایی تذکرې د یو پیژندپاڼې په توګه ویشل یې کومه غټه خبره نه ده او باید زموږ د ولس د تفرقې او نفاق وسیله نه شی؛ چې هغه وخت به بیا ښکیلاکګر په ډیره آسانۍ زموږ ولس د خپلو شومو سیاسی او استخباراتی موخو د تحقق لپاره وکاروی چې هغه مو د دنیا او آخرت د زیان لامل کیږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.