د بشر حقونو کمېسیون ته د کمیشنرانو د غوراوی پر بهیر نیوکې

سه شنبه 22 عقرب 1397/

mandegarد افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ته د کمیشنرانو د غوراوی بهیر د کاندیدانو او د مدنی ټولنو د ځینو غړو له سختو انتقادونو سره مخ دی.
وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غنی د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د تشکیلاتی اصلاحاتو پرېکړه وکړه، د دغې بهیر د بشپړېدو لپاره جدی هڅې روانې دی.
خو د چارو د پرمختګ تر څنګ، د دغه بهیر په وړاندې په ځانګړی ډول د مدنی ټولنو له یو شمېر استازو د جوړې شوې غوراوی کمېټې د کړنو او نه خپلواکۍ په اړه هم تند انتقادونه موجود دی.
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون اوسنی کمیشنر او کاندید عبدالرحمان هوتک وایی، د غوروای کمېټه د کمېسیون د ریاست له خوا رامنځته شوې او هغه څه کوی چې د کمېسیون اوسنۍ رهبری یې غواړی.
دی وایی: «دا ګډه کاری ډله او کمېټه دوه کاله وړاندې په خپله د کمېسیون د ریاست له خوا رامنځته شوې وه او هڅه دا شوې چې داسې کسان په دې بهیر کې وی چې هغه پخپله د کمېسیون تر اغېر لاندې وی او د دوی په لاس جوړ شوی وی، دا د ۸۱ کسانو لېست هم ډېر خراب جوړ شوی دی.»
د قانون له مخې، د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو د غوراوی پروسه باید په هرو ۵ کلونو کې تر سره شی، خو په تېر کې دا کار په خپل وخت نه دی شوی او د یاد کمېسیون اوسمهاله رئیسه هم له تېرو ۱۵ کلونو په خپل ځای پاتې ده.
د یادونې ده چې یو شمېر مدنی بنسټونو له استازو د جوړې شوې غوراوی کمېټې له خوا د کمېسیون د نوې رهبرۍ او کمشنرانو د انتخاب لپاره له ۳۸۰ کاندیدانو ازموینې اخیستل شوی او له دوو ازموینو وروسته ۸۱ کسان مختلط کمېسیون ته ور معرفی شوی دی.
مختلط کمېسیون چې په تشکیل کې یې ځینی وزیران او د عدلی او قضایی بنسټونو مشران شامل دی، د دغو کسانو له ډلې ۲۵ کاندیدان ولسمشر غنی ته د کمیشنرانو د انتخاب په خاطر ور په ګوته کوی چې ولسمشر به بیا له دې ډلې نهه تنه د کمیشنرانو په توګه ټاکی چې د کمېسیون رئیس هم بیا له همدغو کسانو ټاکل کېږی.
په ورته وخت کې د ځوانانو د مدنی ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر عبدالودود افغان وایی، د غوراوی کمېټه باید د مدنی ټولنو له خوا رامنځته شی، خو اصلاً په دې برخه کې له دوی سره مشوره نه ده شوې.
دی زیاتوی: «د غوراوی کمېټه چې جوړېدله، د ټول افغانستان په کچه باید د مدنی ټولنو سره مشوره شوې وای، انتخابات خو پرېږده، حتی مشوره نه ده شوې او کله چې مشوره نه وی، نو انتخابات به بیا څنګه وی، نو چې جوړښت مشروع نه دی، نو نتیجې به یی طبعاً د پوښتنې وړ وی.»
د معلوماتو له مخې، له یو شمېر مدنی ټولنو جوړې د کمشنرانو د غوراوی کمېتې له غړو څلور تنه یې په یو قوم پورې اړه لری.
د غوراوی د کمېټې یوه غړې نویده کاکړ بیا په دې برخه کې تر یوه بریده ستونزې منی، خو وایی چې دوی شفافیت ته ژمن دی.
دا وایی: «ځینې ستونزې وې، زه په جریان کې یم او غواړم چې دا ستونزې حل شی، زمونږ په کمېټه کې د هزاره وروڼو نفوس زیات وو، دوی څلور او مونږ دوه کسان وو، نو زه په دې اړه ناراضه یم، هغه کار چې دوی کولای شو، مونږ نشو کولای او دوی به بعضې کسانو ته له وړتیا سره ټیټې نمبرې ورکولې.»
اغلی کاکړ دا هم وایی چې د کمیسیون اوسمهالې مشره سیما سمر بیا کاندیده ده او د خپل شهرت او نفوس څخه په استفادې، لېرې نه ده چې نوموړې له دې بهیره بریالۍ را ووځی.
د حقوقی چارو کارپوه کبیر رنجبر وایی، له حقوقی اړخه د اغلې سمر بیا کاندیدا څه ستونزه نه لری، خو په اخلاقی لحاظ ډېره ستره ستونزه ده.
نوموړی وایی، د اغلې سمر کاری دوره ناکامه وه او باید ځوانې رهبرۍ ته د کار کولو فرصت ورکړل شی.
هڅه مو وکړه په دې اړه د اغلې سمر نظر هم را واخلو، خو بریالی نه شو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.