د تېر کال په پرتله افغانستان کې ښځو سره تاوتریخوالی ۸ سلنه ډېر شوی

/

mandegarد افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایی، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تېر کال په پرتله ۸ اعشاریه ۲ سلنه د تاوتریخوالی کچه لوړه شوې.
د دغه کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر د شنبې په ورځ (قوس دویمه) په یوه خبری کنفرانس کې وویل، له اتلسو کلونو هڅو سره سره لا هم افغانستان کې د ښځو ژوند د اندېښنې وړ دی.
ددغه کمېسیون د چارواکو په وینا، کال بل ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د ثبت شویو قضیو شمېر زیاتېږی.
خو اغلې اکبر د ځینو پرمختګونو خبره هم وکړه: «سره له دې چې په افغانستان کې دا مهال د ښځو ژوند د اندېښنې وړ دی، خو باید ووایم چې د بشری حقونو او د ښځو د چارو بنسټونو د عامه پوهاوی په زیاتوالو، زده کړې، روغتیایی اسانتیاوو او عدالت ته د ښځو د لاسرسی په برخه کې ونډه درلوده.»
د افغانستان د بشری حقونو کمېسیون کمېشنرې شبنم صالحی چې ددغه کمېسیون د کال د لومړیو اوو میاشتو راپور یې له رسنیو سره شریکاوه وویل، له ښځو سره د ترسره شوی تاوتریخوالی لویه برخه د کورنیو له خوا ده.
اغلې صالحی وویل: «سږکال د افغانستان د بشری حقونو په خپلواک کمېسیون کې د تاوتریخوالی ۲۷۶۲ پېښې ثبتې شوی. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اوو میاشتو ۲۵۳۶ پېښې ثبتې شوې وې. له بده مرغه دا شمېر د تېرکال د همدې مودې په لړ کې ۸،۲ سلنه زیاتوالی ښیی.»
په دغه راپور کې راغلی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ښځو سره په فزیکی، لفظی او روانی، اقتصادی او جنسی ډول تاوتریخوالی کېږی چې ډېری موارد یې په کابل، هرات، کندهار ننګرهار او نورو ښارونو کې رامنځته کېږی.
د دغه کمېسیون په خبره، د عامه پوهاوی نه شتون، د بخښنې فرهنګ موجودیت، ناوړه دودونه، په لرې پرتو سیمو کې د حکومت د واک کمزورتیا او په عدلی او قضایی ارګانونو کې د زورواکو لاسوهنه له ښځو سره د شوی زور زیاتی عمده لاملونه بلل کېږی.
وژنې، وهل ډبول، په کم عمر کې ودول، تحقیرول او ورته نور موارد هغه څه دی، چې تر دې وړاندې د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی بېلګې یادې شوې دی.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان بیا وایی، دولت باید د ښځو پر وړاندې د زورزیاتی د راکمولو لپاره ځانګړی پلاونونه او اقدامات ترسره کړی.
د ښځو د حقونو فعاله صفیه صدیقی: «دا د حکومت مسولیت او مکلفیت دی چې د تاوتریخوالی د راکمولو لپاره ځانګړی پولیس او مخابراتی شبکې فعاله کړی او ښځو ته دا امکانات برابر کړی چې خپل غږ تر مسئولانو ورسوی.»
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، له ښځو سره زورزیاتی د دې لامل ګرځېدلی چې ښځې ځان ووژنی یا وسوځوی او یا په روانی ناروغیو اخته شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.